د لاسرسي ځای

تازه خبر

فریډم نېټورک: په پاکستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی


په پېښور کې خبریالان یوې غونډې ته پوښښ ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې خبریالان یوې غونډې ته پوښښ ورکوي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) په تازه راپور کې ویلي دي چې په تېر یو کال کې په هغه هېواد کې د بیان ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی.

فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو د وژنې په ګډون د بلاګرانو (یا پرلیکه لیکوالانو) د ځورولو او ورباندې بریدونو د بیان ازادۍ معیارونو ته پام وړ زیان" اړولی" دی او د رسنیو د ازادیو "ته یې ګواښونه زیات" کړي دي.

سازمان دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د مې پر درېیمه د بیان ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

د فریډم نېټورک مشر اقبال خټک په راپور کې ویلي دي چې که وګړي او سیاستوال په ازاده توګه خپل نظر نه شي څرګندولی او په ایین کې د میډیا او د انټرنېټ د ازادۍ په اړه په ورکړل شویو ضمانتونو محدودیتونه لګېږي نو له دې سره د بیان ازادي خپله معنا له لاسه ورکوي.

فریډم نېټورک ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي. د ادارې په خبره، په هغه موده کې ورسره پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

د رسنيو د خپلواکۍ لپاره کارکوونکي ناحکومتي ادارې فریډم نېټورک د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې هم په خپل راپور کې ویلي ول چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

هغې ادارې ویلي ول چې پاکستان د اسيا هغه لومړی هېواد دی چې د خبریالانو د ساتنې لپاره یې قانون جوړ کړی خو زیاته کړې یې وه چې هغه قانون تر اوسه پورې په سمه توګه نه دی عملي شوی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو پخواني نګران وزير مرتضا سولنګي هغه مهال ویلي ول چې حکومت له خپلې وس سره سم د خبریالانو ستونزې هواروي.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ. د هغه قانون له مخې حکومت به د هر سړي او ادارې له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG