د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خبریالانو ټولنه: د کورنیو چارو وزیر څرګندونې د خبریالانو د غلي کولو معنا لري


پاکستان کې په تېرو کلونو کې خبریالانو د رسنیو ازادۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
پاکستان کې په تېرو کلونو کې خبریالانو د رسنیو ازادۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنې (پي اېف يو جې) د ټولنيزو رسنيو له لارې د ناسمو تبلیغاتو د مخنيوي لپاره د قانوني اقدام په اړه د کورنيو چارو لنډمهالي وزیر څرګندونې د خبریالانو د غلي کولو په معنا بللې دي.

سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د تبلیغاتو یا پروپیګنډې کوونکو او ناسمو معلوماتو خپرونکو پرضد د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون پر استعمال ټینګار وکړ او ويلي يې ول چې د داسې تخنيکي وسایلو د کارولو اړتیا ده چې له مخې به یې هغه قانون سم عملي شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د قانون په سمه توګه د عملي کولو هدف د هېواد د وګړو د ګټو خونديتوب دی.

خو د پاکستان د خبریالانو وفاقي اتحادیې مشر شک لري چې د لنډمهالي وزیر دا څرګندونې د خبریالانو د غلي کولو معنا لري.

د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، پر ټولنیزو شبکو د ناسمو معلوماتو خپرولو او تبلیغاتو ضد قانوني اقدام ضروري دی - پخوانی انځور.
د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، پر ټولنیزو شبکو د ناسمو معلوماتو خپرولو او تبلیغاتو ضد قانوني اقدام ضروري دی - پخوانی انځور.

افضل بټ د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په پاکستان کې "تل د قانون غلط استعمال" شوی دی.

نوموړي په دې اړه په ۲۰۱۶ز کال کې د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون (پيکا) حواله ورکړه.

بټ زیاته کړه چې حکومت د قانون منظورولو پر وخت ويلي ول چې د قانون هدف د انټرنېټي جرمونو مخنيوی کول دي، خو وروسته یې، د ده په خبره، د دې قانون له مخې يوشمېر خبریالان ونيول. "موږ مخکې هم ويلي ول چې کومو پخوانیو حکومتونو چې قانون يې غلط استعمال کړی وو او پر خبریالانو يې د درواغو مقدمې جوړې کړې وې، یا يې بغیر له کومې مقدمې نيولي يا تښتولي ول، د پاکستان خبريالانو سازمان يې پرضد مزاحمت کړی وو او اوس به يې هم کوو او پرضد به يې عدالتونو ته هم ځو."

د سرفراز بګټي تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې د رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکو ۱۶ ادارو او تنظيمونو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د پاکستان پر نګران حکومت او ګوندونو غږ وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې دې د بیان ازادي يقيني کړي.

دوی دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې پر نګران حکومت وار له مخه دا تور پورې کېږي چې د رسنیو ازادۍ ته پام نه کوي.

د پي اېف يو جې پخوانی مشر شهزاده ذوالفقار د اکتوبر پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې که څوک په خبرې غونډه يا په خپله وينا کې پر حکومت تنقيد وکړي نو رسنۍ هغه خبره نه نشروي. "رسنۍ پخوا هم ازادې نه وي او نن هم نه دي. تاسو وينئ چې د [پاکستان] تحریک انصاف (پي ټي ای) خلاف د رسنيو له لارې بیانيه جوړول کېږي خو د پي ټي ای بیانيې ته ځای نه ورکول کېږي. "

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي پخوا دا ډول تورونو رد کړي ول. پخواني او اوسني حکومت تل دا دريځ لرلی دی چې د ټولنيزو رسنیو له لارې ناسم خبرونه او معلومات خپرېږي چې په خلکو کې کرکه زېږوي نو ځکه یې د مخنيوي لپاره قانون جوړول او عملي کول اړين دی.

د رسنیو خپلواکۍ لپاره د کارکوونکي ناحکومتي تنظيم فريډم نېټورک مشر اقبال خټک د قانون جوړولو او عملي کولو ملاتړ کوي، خو وايي چې بايد د مخالفينو ضد استعمال نه شي.

هغه د اکتوبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د نظر ورکولو ازادي باید یو مجرمانه فعل نه وي. "که څوک د حکومت ضد نظر لري نو باید دا خبره و منل شي چې هر انسان د نظر ورکولو حق لري. تر کومه چې د جعلي خبرونو د خپرولو د مخنيوي خبره ده، زه ګڼم چې د دې علاج دا دی چې حکومت خلکو ته زیات رښتيا ووايي."

خو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي د اکتوبر پر پینځمه مشال راډيو ته د وټس ایپ له لارې په استولي بیان کې ويلي چې د هېواد ايين د بیان او مطبوعاتو ازادۍ د خونديتوب ضمانت ورکړی دی او د ده په خبره، دوی د دې حقونو د تروړلو هېڅ اقدام نه کوي.

نوموړي البته زیاته کړې چې د ناسمو تبلیغاتو، جعلي خبرونو، تشدد ته خلکو پارولو او د کرکې خپرولو ضد قوانین شته نو د ده په وينا، حکومت به يې د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه هغه ټول وسايل استعمالوي چې له مخې يې د هېواد وګړي او ریاست خوندي شي.

د يادونې ده چې د پاکستان انتخاباتو کمېشن ويلي چې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې عام انتخابات کوي. کمېشن تېره اوونۍ ويلي ول چې د کیمپېنونو تر رسمي پيلېدو مخکې به ګوندونو او رسنيو ته د جلسو او نورو فعاليتونو په اړه د راپور ورکولو لارښوونې وکړي.

XS
SM
MD
LG