د لاسرسي ځای

تازه خبر

فريډم نېټورک وايي د قانون د جوړېدو سربېره هم په پاکستان کې خبریالان خوندي نه دي


په کراچۍ کې خبریالان د خبریال عزیز میمن د وژنې د پېښې ضد احتجاج کوي ـ پخوانی انځور
په کراچۍ کې خبریالان د خبریال عزیز میمن د وژنې د پېښې ضد احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د رسنیو خپلواکۍ لپاره کارکوونکي ناحکومتي تنظيم فريډم نېټورک په خپل رپورټ کې دعوه کړې چې د پاکستان رياست د خبریالانو په خونديتوب کې "پاتې راغلی دی."

دې سازمان د اکتوبر پر ۲۹ مه خپل کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ویل شوي چې پاکستان د اسيا هغه لومړی هېواد چې د خبریالانو د ساتنې او حفاظت لپاره يې قانون جوړ کړی دی خو په وينا يې، تراوسه پورې دغه قانون سم عملي شوی نه دی او د خبریالانو ضد د رياستي او غير رياستي کړیو ګامونه لا زيات شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې دوه کاله پخوا د سيند صوبې حکومت او بيا د پاکستان مرکزي حکومت د خبریالانو او د رسنيو د کارکوونکو د خوندیتوب قانون جوړ کړ، خو په هېواد کې د ژورنالستانو ځورونې، وهل ټکول، تښتونې او وژنې لا دوام لري.

په پاکستان کې د فريډم نېټورک مشر اقبال خټک د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

" له رپورټه دا خبره ښکاره شوه چې قانون جوړ شو خو ژورناليستان يې محفوظ و نه ساتل. زمونږ غوښتنه دا ده چې مرکزي حکومت او د سيند حکومت دې په دغه قانون باندې عمل درامد شروع کړي."

د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه تر منظورۍ وروسته د پاکستان ولسمشر د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خبريالانو د ساتنې او د رسنيو د کارکوونکو قانوني مسوده لاسليک کړه چې اوس يې د قانون بڼه خپله کړې ده.

د دې قانون له مخې به حکومت د هر سړي او ادارې لخوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي. پر دې سربېره به د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ساتنې لپاره يو کميسيون هم جوړېږي چې د پاکستان د خبريالانو له مرکزي اتحاديې، قامي پرېس کلب، او د بشري حقونو او د اطلاعاتو او خپرونو وزارتونو څخه به يې غړي اخيستل کېږي.

خو د فريډم نېتورک تازه رپورټ وايي چې په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو د ځورولو ۲۴۸ پيښې ثبت شوې دي چې پکې ۳۷ فيصده يعني ۹۳ پېښې یوازې په اسلام اباد کې شوې دي. دغه راز په سيند صوبه کې پر خبریالانو د حملو او ځورونو ۵۶ پيښې ثبت شوې دي چې د ټولو هغو ۲۲ فيصده جوړېږي.

په اسلام اباد کې د راولپينډۍ او اسلام اباد د خبریالانو اتحادیې پخواني مشر مبارک زيب خان مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې ورځ تر بلې د خبریالانو ستونزې زیاتېږي.

"خبریالانو ته ډيرې مسلې دي. مونږ هره ورځ وينو چې د خبریانو خلاف اېکشن کې زياتوالی راغلی دی، کمی نه دی پکې راغلی."

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي چې خپله هم پخوانی خبریال دی، څو ورځې مخکې یې د خبریالانو د ډلې سره د هغوی د ستونزو په اړه وویل چې د خپل وس سره سم د هغو د ستونزو د حل هڅه کوي.

هغه وویل " مونږ منتخب حکومت نه يو، زمونږ حکومت نګران دی خو البته قانوني حکومت دی. د نګران حکومت مطلب دا نه دی چې خبریالانو سره به زياتی کېږي. د يو خبریال او ستاسو د ورور په حيث چې څومره زما وس کېږي هغه به کوم."

خبریالان وایي چې د ژورنالستانو د ساتنې د قانون لاندې د يو کميشن جوړول ضروري دی چې د دوی د شکايتونو او ستونزو پلټنه وکړي.

په سيند کې دا کميشن د پخواني جج جسټس رشيد اې رضوي په مشرۍ کې جوړ شوی دی خو په مرکزي سطح لا تر اوسه دا کمېشن نه دي جوړ شوی. خو د سيند کمېشن هم دفتر، عمله او وسايل نه لري.

د سيند نه علاوه د پاکستان په نورو صوبو پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ژورنالستانو د ساتنې قانون لا نشته.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG