د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پوليسو د امريکا غږ خبریال خوشی کړ


فیاض ظفر د اګست پر ۳۰مه پوليسو له خپله دفتره ګرفتار کړی وو.
فیاض ظفر د اګست پر ۳۰مه پوليسو له خپله دفتره ګرفتار کړی وو.

په سوات کې تر مذاکراتو وروسته پوليسو د امريکا غږ ډيوه راډيو خبريال فیاض ظفر د اګست پر ۳۱مه نېټه خوشی کړی دی.

د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د سوات مرستيال کمېشنر او د کمېټۍ ترمینځ خبرې اترې وشوې. په مذاکراتو کې شامل د سوات وکيلانو اتحاديې مشر او د سوات پریس کلب د انتخابابو څاروونکي سعيد خان د اګست پر ۳۱مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې تر کامیابه مذاکراتو وروسته يې فیاض ظفر له زندانه راخوشی کړی دی.

تر دې له مخه د سوات پوليسو مشر شفيع الله ګنډه پور د اګست پر ۳۰مه ناوخته خبريالانو ته ويلي ول چې خبریال يې د سوات د ډېپټي کمېشنر عرفان الله وزير په امر ګرفتار کړی دی. د ډېپټي کمېشنر په ليکل شوې حکم نامه کې پر فياض ظفر تور پورې شوی چې نوموړي عامه نظم ګډوډ کړی، د حکومت پرضد ولس پاروي او په ټولنيزو رسنيو کې پر سرکاري کارمندانو د دروغو تورونه پورې کوي.

له زندانه تر خوشې کېدو وروسته فیاض ظفر په خپل دفتر کې له ملګرو سره ناست دی.
له زندانه تر خوشې کېدو وروسته فیاض ظفر په خپل دفتر کې له ملګرو سره ناست دی.

د هغه د خوشې کولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه شوه چې پکې د سوات وکیلانو اتحاديې مشر سعید خان، د خبریالانو د مرکز مشر شیرین زاده، د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی واجد علي خان، د خبريالانو اتحادیې مشر حضرت علي باچا او ځينې نور خبریالان او فعالان شامل ول.

تر خبرو اترو وروسته د مرستيال کمېشنر دفتر يوه خبرپاڼه خپره کړې ده چې مشال راډيو ته هم ترلاسه شوې ده. په دې کې ويل شوي چې عرفان الله خان وزیر کمېټۍ ته وويل چې انتظاميه او پوليس د خبریالانو خلاف نه دي او نه هم د هغوی پر کارونو بنديزونه لګول غواړي.

بیان زیاتوي چې کمېټۍ ته وويل شو چې فیاض ظفر "د ریاستي ادارو، ضلعي انتظاميې او پوليسو پرضد داسې رپورټونه خپاره کړي چې بې اساسه او له حقیقتونو سره سمون نه خوري." خبرپاڼه کې ويل شوي چې کمېټۍ په ليکلې بڼه (سټامپ پيپر) انتظاميې ژمنه وکړه چې فیاض ظفر به په راتلونکې کې نا تاييد شوي او يو اړخيزه رپورټونه نه خپروي او د خپلو پخوانيو هغو ترديد به هم کوي.

خو تر خوشې کېدو وروسته فیاض ظفر د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې د ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د ده په خبره، پر ټولنيزو رسنيو يې د ده د خوشې کولو لپاره کمپاین کړی دی. البته زیاتوي چې داسې اوازې دې چې له انتظاميې يې بخښنه غوښتې ده. د نوموړي په وینا، دا ټول "دروغ دي او نه يې بخښنه غوښتې ده او نه به يې په راتلونکې کې وغواړي."

فیاض ظفر ليکي:" ژمنه کوم چې زه به د امن، سلامتۍ او بشري حقونو لپاره رپورټنګ ته دوام ورکوم."

تر دې وړاندې فياض ظفر پر اېکس چې پخوانی نوم يې ټويټر وو، ليکلي ول چې هغه د سوات د ډېپټي کمېشنر په دفتر کې نیول شوی او ورباندې "تشدد" شوی دی.

خبريالانو، سياسي او مدني فعالانو د فیاض ظفر د نیولو غندنه کړې او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده. د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر مرتضی سولنګي پر اېکس ليکلي چې فیاض ظفر خوشی شوی دی. تر دې وړاندې د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن ويلي ول چې سولنګي د خبریال د نيولو او پر هغه د مبینه" تشدد"د پېښې نوټس اخيستی دی او په دې اړه له اړونده چارواکو سره خبرې کړې دي.

په پاکستان کې د خبریالانو د نيونو، لادرکه کولو یا وژلو پېښې وخت نا وخته کېږي. په دې هېواد کې د خبريالانو حقونو او رسنيوو د ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادارې فريډم نيټورک د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۳۰مه نېټه په خپل کلني راپور کې ويلي ول چې په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کې د رسنيو پر کارکوونکو د حملو او ورته د ګواښونو کولو ۸۶ پېښې شوې وې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال مې او د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ میاشتې په مینځ کې ۱۴۰ ته رسېدلی دی. په دې حساب په تېر يو کال کې د خبريالانو پرضد هغه پېښې ۶۳ فيصده زیاتې شوې دي.

په رپورټ کې اسلام اباد د خبريالانو لپاره د هېواد تر ټولو خطرناکه ښار بلل شوی وو. بلخوا د اسلام اباد پولیسو د مې پر لومړۍ په ټویټر لیکلي ول چې تېر کال یې په هغه ښار کې پر خبریالانو د حملو او ځورونې ۱۸ مقدمې درج کړې دي. دوی دا نه وو ویلي چې په هغو پېښو کې ککړ کسان یې نیولي دي او که نه.

XS
SM
MD
LG