د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د ايران پوځي مشر د سفر موخه


د ايران پوځ مشر جنرال محمد باغيري. انځور- ارشیف
د ايران پوځ مشر جنرال محمد باغيري. انځور- ارشیف

د ايران پوځ مشر جنرال محمد باغيري د دې هېواد د يوه لوړ رتبه پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په درې ورځني سفر دی.

دغه پلاوی، چې د اکتوبر پر ۱۲مه اسلام اباد ته رسېدلی، د وزيراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په ګډون له يوشمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخيز او سيمه ييز امنيت خبرې کوي.

محمد باغيري په داسې حال کې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی چې په دا وروستيو کې د دواړو هېوادونو په ګاونډ افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او يوشمېر افغانان پاکستان او ايران ته د اوښتو هڅه کوي.

د ايران دولتي خبري اژانس (ايرنا) ويلي چې پاکستان ته د جنرل باغيري د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمینځ دوه اړخيزې همکارۍ ته وده ورکول، پر شريکو پولو امنيت ښه کول او د اسلامي نړۍ پر يو لړ چارو پر بحث سربېره د ترهګرۍ پرضد جګړه ده.

د اژانس په خبره د دواړو هېوادونو مشران به په افغانستان کې د سولې او ثبات د يو شريک نظر په ګډون په سيمه ييز ثبات کې د خپل رول لوبولو په اړه هم خبرې کوي.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان د پوځ پخوانی لېفټينېنټ جنرل طلعت مسعود وايي چې د ايراني او پاکستاني چارواکو ترمینځ به د بحث مهمه موضوع دوه اړخيز او سيمه ييز امنيت وي.

"په ايراني بلوچستان او پاکستاني بلوچستان کې د دواړو هېوادونو ترمینځ پر شريکه پوله د نشيي موادو او انساني قاچاق په ګډون د ترهګرۍ پېښې رامنځ ته کېږي، او بېلا بېل وسله وال د ايران لخوا د پاکستان لوري ته او د پاکستان لخوا د ايران لوري ته وخت ناوخته بريدونه کېږي. نو د دوی د بحث تمرکز به امنيت وي. پر دې سربېره به دواړې خواوې پر دې خبرې کوي څه ډول په دوه اړخيزه اړيکو او تجارت کې بهتري راولي."

پاکستان او ايران شاوخوا ۹۰۰ کلوميټره شريکه پوله لري چې اوس يې ترمینځ د کټارو لګولو کار څه باندې نيمايي ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي چې په دې ګام سره به پر پوله امنيت نور هم ټينګ شي او د ترهګرۍ د پېښو مخه به ونيول شي.

د جنرل باغيري له راتګ وړاندې د روانې (اکتوبر) مياشتې په لومړيو کې د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي باغيري کاني په مشرۍ هم يو پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته يې د پولې د امنيت او د دوه اړخيزه اړيکو په ګډون پر افغانستان بحث کړی و.

په ايران کې د پاکستان پخوانی سفير محمد اصف درانی وايي چې د پخوا پرتله اوس د ايران او پاکستان پر پوله د ناامنۍ پېښې ډېرې کمې شوي دي او دواړو هېوادونو د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

"پاکستان په خپلې جنوب غربي صوبې بلوچستان کې سرحدي ځواک جوړ کړی دی چې يوازې له ايران سره پر پوله امنيت ساتي. په دې اقدام سره په تېرو درېوو څلورو کلونو کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی او ترهګر بريدونه تقريباً ختم شوي دي."

اصف درانی زياتوي چې د ايران او پاکستان ترمینځ لويه لانجه نشته بلکې يوازې پر ځينو چارو د فکر او نظر اختلاف موجود دی چې دواړې خواوې يې د خبرو له لارې د هواري هڅه کوي، خو نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې د اوسني بدلون له کبله د ايراني پلاوي د سفر ارزښت نور هم زيات شوی دی.

د روان (۲۰۲۱ز) کال د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او د سېپټېمبر پر اوومه يې په افغانستان کې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت اعلان کړ، خو تر دې دمه نه خو د ملګرو ملتونو سازمان او نه هم کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی دی.

طلعت مسعود وايي چې په افغانستان کې د حالاتو له بدلون سره تر ټولو زيات پاکستان او ايران اغېزمنېږي.

"دا چې د افغانستان نوی حکومت به د هېواد له ټولو طبقو سره څه ډول چلند کوي او څنګه به ثبات راولي، دا هر څه پر ګاونډي هېوادونو ايران او پاکستان اغېز کوي. نو ايراني او پاکستاني چارواکي به د افغانستان په اړه خپل نظرونه شريکوي او د يو تفاهم هڅه به کوي. دوی به پر دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د حالاتو بهترۍ لپاره څه ډول همکاري کولای شي."

پاکستان ته د ايرانيو پلاويو تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د سفر پر مهال د اګست پر ۲۶مه نېټه تهران ته هم تللی و او هلته يې د ايران له ولسمشر ابراهيم رييسي سره د افغانستان د بدل شوي حالت او راتلونکې په اړه پر خبرو سربېره د ايران او پاکستان پر دوه اړخيزه چارو هم خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG