د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د باران له کبله د وژل شویو شمېر۱۰ ته رسېدلی


بارانونو د پېښور په ګډون په یوشمېر سیمو کې تاوانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور.
بارانونو د پېښور په ګډون په یوشمېر سیمو کې تاوانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او۱۲ ژوبل دي.

د طبعي ناورینونو د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د مارچ پر ۳۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې بارانونو۲۷ کورونو ته زیان رسولی دی. د بیان له مخې په وژل شویو کې اته ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.

پي ډي اېم اې زیاتوي چې بارانونو په پېښور، نوښار، باجوړ، شانګله، مانسهره، بنو، مومندو، مردان او شمالي وزیرستان کې خلکو ته تاوانونه اړولي دي.

ادارې ویلي دي چې د کوررونو چتونو او دیوالونو پرېوتو له وجې په شانګله کې څلور، بنو کې درې او په باجوړ او مانسهره کې یو یو تن وژل شوي دي.

د پي ډي اېم اې د بیان له مخې، هغه اداره له اغېزمنو سره د مرستو په لړ کې له ضلعي انتظامیې او اړونده ادارو سره په رابطه کې ده.

د مارچ پر ۲۹مه، د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له وجې د اووه کسانو د وژنې ویلي ول.

د خیبر پښتونخوا په سوات، شانګله، بونېر، چترال، بر دیر، مردان، نوښار، هنګو او قبایلي ضلعو کې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو او واورو اورېدو لړۍ پيل شوې وه چې د مارچ تر درېیمې پکې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۸ ژوبل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې (این ډي ایم اې) د مارچ په ۲۷ مه د سختو بارانونو او د ځمکې ښویدنې د احتمالي خطر له امله ولس ته د محتاط پاتې کیدو مشوره ورکړه.

هم په دغه ورځ د پاکستان د موسمياتو څانګې په یو خبرپاڼه کې وویل چې چې د لويديځو بادونو لړۍ به د پاکستان لوېديځو سيمو ته ننوځي او د مارچ په ۲۸ مه به په لوړو او مرکزي سيمو خوریږي چې له امله به يې د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د هېواد په لوړو او مرکزي سيمو کې بارانونه وشي.

بیان زیاتوي چې په خېبرپښتونخوا، مري، ګليات، کشمير او ګلګت بلتستان کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښويدو خطر دی.

له دغې وروستو د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې په یو خبرداري کې ویلي چې د تندر او سخت باران له امله ولاړو فصلونو، سولر پینلونو او ودانیو ته د زیان رسیدو خطر دی نو چې کروندګر باید له احتیاطه کار واخلي.

ادارې په متعلقه انتظامي چارواکیو هم غږ کړی دی چې باید د سیلانیانو خوندیتوب یقیني کړي او چې څوک هم غریزو سیمو ته سفر کوي نو باید چې د موسم صورتحال په پام کې ونیسي.

په بلوچستان کې هم د ورښتونو لړۍ دوام لري. د مارچ پر ۲۸مه په دکۍ ضلع کې د بارانونو له وجې د یوې خونې د چت نړېدو له وجې د کویلې په کانونو کې کارکوونکي پينځه مزدوران وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG