د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال پېښو کې ۴ تنه وژل شوي، ۹ ژوبل دي


چارواکي وايي د باران له وجې د پېښور په ګډون د ځینو هوارو سیمو پر سړکونو اوبه ولاړې دي - پخوانی انځور.
چارواکي وايي د باران له وجې د پېښور په ګډون د ځینو هوارو سیمو پر سړکونو اوبه ولاړې دي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او نهه ژوبل دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د واورې او باران له وجې په غرییزو سیمو کې کمرونه نړېدلي او کورونو او سړکونو ته زیان اوښتی دی.

د بیان له مخې، په کورمه، سوات، کوز او بر دير کې د ورښتونو پر مهال دوه کورونه بشپړ ړنګ شوي او څلورو ته جزوي زیان رسېدلی دی چې خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

هغه اداره زیاتوي چې د سختو بارانونو له وجې د پېښور په ګډون د ځینو میداني یا هوارو سیمو پر سړکونو اوبه جمع شوې دي چې د ګاډو تګ راتګ یې اغېزمن کړی دی.

په پېښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې د پي ډي اېم اې له کارکوونکو سره یې په اغېزمنو سیمو کې مرستندویه چارو ته دوام ورکوي او لارې او سړکونه د تګ راتګ لپاره بیا پرانیزي.

د موسمي چارو ادارې د فبرورۍ له ۱۸مې څخه به تر ۱۹مې پورې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی وو.

XS
SM
MD
LG