د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله ۷ کسان وژل شوي، ۹ ژوبل دي


بارانونو د پېښور ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې تازه مرګژوبله اړولې ده ـ پخوانی انځور.
بارانونو د پېښور ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې تازه مرګژوبله اړولې ده ـ پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او نهه ژوبل دي.

د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په یو بیان کې ویلي دي چې له تېر شواروز راهيسې په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د باران له وجې کورونه نړېدلي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

د ادارې مشر خطیر احمد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د رېسکيو ۱۱۲۲ په بیان کې راغلي دي چې په بېلا بېلو سیمو کې د چتونو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي او هلته د خلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې روانې دي.

د بیان تر مخه په صوبه کې د هغې ادارې دفترونه فعال دي او په بېړنیو حالاتو کې ورسره خلک رابطه کولی شي.

د خیبر پښتونخوا په سوات، شانګله، بونېر، چترال، بر دیر، مردان، نوښار، هنګو او قبایلي ضلعو کې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو او واورو اورېدو لړۍ پيل شوې وه چې د مارچ تر درېیمې پکې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۸ ژوبل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې (این ډي ایم اې) د مارچ په ۲۷ مه د سختو بارانونو او د ځمکې ښویدنې د احتمالي خطر له امله ولس ته د محتاط پاتې کیدو مشوره ورکړه.

هم په دغه ورځ د پاکستان د موسمياتو څانګې په یو خبرپاڼه کې وویل چې چې د لويديځو بادونو لړۍ به د پاکستان لوېديځو سيمو ته ننوځي او د مارچ په ۲۸ مه به په لوړو او مرکزي سيمو خوریږي چې له امله به يې د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د هېواد په لوړو او مرکزي سيمو کې بارانونه وشي.

بیان زیاتوي چې په خېبرپښتونخوا، مري، ګليات، کشمير او ګلګت بلتستان کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښويدو خطر دی.

له دغې وروستو د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې په یو خبرداري کې ویلي چې د تندر او سخت باران له امله ولاړو فصلونو، سولر پینلونو او ودانیو ته د زیان رسیدو خطر دی نو چې کروندګر باید له احتیاطه کار واخلي.

ادارې په متعلقه انتظامي چارواکیو هم غږ کړی دی چې باید د سیلانیانو خوندیتوب یقیني کړي او چې څوک هم غریزو سیمو ته سفر کوي نو باید چې د موسم صورتحال په پام کې ونیسي.

په بلوچستان کې هم د ورښتونو لړۍ دوام لري. د مارچ پر ۲۸مه په دکۍ ضلع کې د بارانونو له وجې د یوې خونې د چت نړېدو له وجې د کویلې په کانونو کې کارکوونکي پينځه مزدوران وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG