د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ورښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د بارانونو، سېلابونو او د واورو ورېدو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د خیبر پښتونخوا په په سوات، شانګله، بونېر، چترال، بره دیر، مردان، نوښار، هنګو او قبایلي ضلعو کې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو او واورو ورېدو لړۍ پيل شوې ده چې پکې د مارچ تر دوهمې نېټې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي، ۱۷ نور ژوبل شوي او د خلکو املاکو ته یې هم تاوان رسولی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د مارچ په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د یادې صوبې په ډېرو سیمو کې د ورښتونو لړۍ روانه ده او د دوی ادارې په ټولو ضلعو کې له خلکو سره د مرستو لپاره په هلو ځلو لاس پورې کړی دی.

نوموړی وايي: "د بارانونو له وجې په وژلو شویو نهو کسانو کې شپږ یې ماشومان او دوې مېرمنې دي. دا پېښې په باجوړ، پېښور، بډه بېره، کوز دیر، ملاکنډ او نوښار کې مخې ته راغلې دي."

بلال فیضي وايي، ژغورونکیو ډلو د خیبر پښتونخوا په سیاحتي سیمو کې د سیلابونو له وجې ایسار پاتې شوي ۲۵ سیلانیان هم تر دې مهاله خوندي سیمو ته ویستلي دي.

په سوات کې مرستیال کمېشنر امر کړی چې په غرییزو سیمو کې دې تعلیمي ادارې د مارچ تر نهمې نېټې پورې وتړل شي ځکه چې هلته د ورښتو سلسله روانه ده او دا ویره شته چې سکولونو ته په لاره ماشومان په اوبو لاهو نه شي.

تر دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه هم په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورښتونو پر مهال پېښو کې ۴ تنه وژل شوي او ۹ ژوبل شوي وو. هغه ورښتونه په کورمه، سوات، کوز او بر دير کې شوي ول.

په بلوچستان کې ورښتونه

هلته د بلوچستان په ګوادر کې هم په تېرو دوو ورځو او شپو کې په زیاته کچه بارانونه شوي چې له وجې یې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. چارواکي وايي، بارانونو او سېلابونو په ګوادر، کیچ، خاران او کوټه کې ۱۴۰ کورونه زیانمن کړي هم دي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي اداره پي ډي اېم اې وايي، تر ټولو زیات بارانونه په ګوادراو پسني کې شوي دي. د وی په وینا د خلکو په کورونو او لارو کوڅو کې اوبه ولاړې دي او په ځینو سیمو کې سړکونه هم اوبو وړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مارچ په لومړۍ نېټه په ایکس پاڼه په یو بیان کې په وفاقي او صوبايي حکومتونو غږ کړی دی چې ګوادر دې یوه افت ځپلې سیمه وګرځوي او په سیمه کې د خلکو د ژوند د ژغورولو او د هغوی د کورونو بیا ابادولو لپاره دې اړینې پانګې ورکړي. بل پلو د بلوچستان حکومت ویلي چې ګوادر یې افت ځپلې سیمه ګرځولې ده.

پي ډي ایم اې په خپله ایکس پاڼه دا خبرداری هم ورکړی دی چې په را روانو ۲۴ ساعتونو کې د بلوچستان په ډیرو سیمو کې د تېزو بارانونو امکان دی. ادارې په زیارت، خانوزۍ، کوټه، چمن، کلا سیف الله، کلا عبدالله، مسلم باغ او پشین کې د واورو وریدو اټکل هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG