د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځینو برخو کې ږلۍ او باران خلکو ته زیانونه اړولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په مانسهره او لکي مروت کې زیاتو بارانونو او ږلۍ خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي تاوانونه هم رسولي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې ویلي چې په تېر يو شواروز کې بارانونو او ږلۍ په مانسهر کې دوه کسا ن وژلي دي. په خیبر پښتونخوا کې د افتونو سره د مبارزې د ادارې ویاند انور شهزاد وايي: "د مالي زیانونو د معلومولو لپاره معلومات راغونډوو، لګیایو خو دومره معلومات لرو چې په مانسهره کې دوه کسان وژل شوي دي."

نوموړی وايي، په لکي مروت، لنډي کوتل او ځینو نورو سیمو کې هم بارانونو او ږلۍ د خلکو فصلونو ته زیانونه رسولي دي.

د لکي مروت ضلعې مرستیال کمشنر طارق الله خان بېګا مشال راډیو ته وویل چې دوی د تاوان د اندازې لګولو لپاره ډلې ګمارلې دي. "دا د موسم لومړی باران وو چې ږلۍ هم ورسره وه. په لکي مروت کې خلک په دې موسم کې چڼه، دالونه او داسې نور فصلونه کري. موږ داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په تجوړۍ، پایزو او بېټنیو سیمو کې ږلۍ فصلونو ته سخت زیانونه رسولي. د باران او ږلۍ سلسله تر اتو ګینټو پورې روانه وه. موږ خپله عمله زیانمنو شویو سیمو ته لېږلې نو په ورځ دوه کې به موږ ته د زیانونو مکمل راپور راورسېږي."

نوموړی وايي چې کله خلکو ته د اوښتو زیانونو مکمل راپور دوی تر لاسه کړي نو بیا به یې د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ته وسپارو.

د لکي مروت د پریس کلب مشر غلام اکبر د نومبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د ږلۍ دانې ډېرې غټې وې او د کرونده ګرو فصلونو ته یې سخت زیانونه رسولي دي. هغه وايي ږلۍ او باران د شېخ بدین غره په لمنه کې پرتو کلیو کې ولاړ او نوي کرل شوي فصلونه او تر څنګ یې ونې بوټي هم ځپلې دي.

د لکي مروت تر څنګ د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې هم بارانونه شوي دي خو د ځاني او مالي زیان په اړه یې لا معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا د موسمیاتو د ادارې ویاند محمد ارشد وايي، اوس د بارانونو لړۍ درېدلې ده خو په تېرو ورځو کې په کوهاټ، چارسده او لکي مروت کې بارانونه شوي وو چې ږلۍ هم ورسره مله وه. نوموړی وايي اوس په سیمه کې د لړې د لړۍ د خورېدو امکان دی.

د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې پر ولس غږ کړی دی چې د باران او ږلۍ نه پس په خوړونو او سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې نو په څنډو کې یې اوسیدونکي خلک دې له احتیاط نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG