د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسمیاتو ادارې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د سیلۍ او سختو ورښتونو اټکل کړی دی


د موسمياتو ادارې اړونده چارواکو ته د خبرداره اوسېدو ويلي دي - پخوانی انځور
د موسمياتو ادارې اړونده چارواکو ته د خبرداره اوسېدو ويلي دي - پخوانی انځور

د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په یوشمېر برخو کې د طوفانونو (سیلۍ)، شړکنده بارانونو او واورې کېدو اټکل کړی دی.

ادارې د فبرورۍ پر ۲۷مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د فبرورۍ له ۲۹مې څخه د مارچ تر دویمې پورې د بلوچستان په یوشمېر سیمو کوټه، نوکنډي، دالبندین، چاغي، قلات، خضدار، لسبېله، تربت، کېچ، ګوادر، خاران، موساخېل، ژوب، بوري (لورالايي)، زیارت، کلا سیف الله او په نورو سیمو کې د شړکنده بارانونو امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر سیمه کې له څو ورځو راهيسې د ورښتونو روانې لړۍ د خلکو ژوند زښت اغېزمن کړی دی.

د موسمیاتو ادارې د خیبر پښتونخوا په سوات، بر او کوز دیر، چترال، شانګله، بونېر، باجوړ، کرک، خیبر، پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې د سختو بارانونو اټکل کړی دی.

ادارې پر خلکو د احتیاط کولو غږ کړی او داراز يې اړوندو ادارو ته هم د خبرداره اوسېدو سپارښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG