د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د خیبر پښتونخوا له باران او سېلاب ځپلو سره مرستې اعلان کړې


د ۲۰۲۲ز کال په پشکال کې تر ورښتونو وروسته سېلابونو سوات کې ګڼ کورونه زیانمن او ړنګ کړي ول.
د ۲۰۲۲ز کال په پشکال کې تر ورښتونو وروسته سېلابونو سوات کې ګڼ کورونه زیانمن او ړنګ کړي ول.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویلي دي چې وفاقي حکومت به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

نوموړی د وزیراعظمۍ دندې تر پیلولو وروسته د مارچ پر شپږمه په لومړي ځل پېښور ته ولاړ او هلته یې د خیبر پښتونخوا له ګورنر غلام علي او نورو چارواکو سره ولیدل.

وروسته د خیبر پښتونخوا چارواکو نوموړي ته د تېرې اوونۍ د ورښتونو او سېلابونو له کبله د اوښتي زیان په اړه معلومات ورکړل.

وزیراعظم شهباز شریف وویل چې حکومت په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته پینځه لکه روپۍ ورکوي.

نوموړي وویل چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې په راتلونکو پینځو ورځو کې له ځپل شویو او اغېزمنو سره مالي مرسته وکړي.

په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تېرې اوونۍ د ورښتونو له وجې د کورونو او کمرونو نړېدو په پېښو او په سېلابونو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۲ ژوبل شوي دي.

د ادارې په وینا، د ورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۶۰۰ زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې دي او د کمرونو نړېدو له وجې په ځینو غرییزو سیمو کې سړکونه تړل شوي دي چې د خلاصولو چارې یې دوام لري.

پي ډي اېم اې زیاتوي چې ورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، کوز دير او بر دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کې اړولي دي.

وزیراعظم شهباز شریف تر پېښور یوه ورځ مخکې دبلوچستان ساحلي سیمې ګوادر ته ولاړ او هلته یې له سېلاب ځپلو سره د لیدو پر وخت پکې مرستې ووېشلې او چارواکو ته یې د هغوی د لا زیاتو مرستو امر وکړ.

په بلوچستان کې د فبرورۍ له ۲۸مې څخه په پيل شويو بارانونو کې پینځه کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي.

وزيراعظم شريف ته د معلوماتو ورکولو پر وخت د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني وويل چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جیونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی دي.

د نوموړي په خبره، د زياتو بارانونو له کبله سلګونو کورونو ته اوبه ننوتلي او زرګونه خلک نورو سيمو ته په کډه کولو مجبور شوي دي.

باديني زياته کړه چې پر دې برسېره ۸۳ کښتۍ ورانې شوي او په جیوني کې د اوبو ۹۵ سلنه بندونه مات شوي دي.

وزيراعظم پر دې مهال اعلان وکړ چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به ۲۰، ۲۰ لکه، د بشپړ وران شوي کور مالک ته ۷۵۰،۰۰۰ او د جزوي وران شوي کور مالک ته به ۳۵۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

نوموړي اعلان وکړ چې وفاقي حکومت به هلته هره ورځ په اغېزمنو کسانو کې د خوراکي مرستو ۷،۰۰۰ بوجۍ وېشي.

XS
SM
MD
LG