د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیسو مشر وايي د امنیتي اندېښنو له کبله صوبه کې انتخابات نه شي کولای


په لاهور کې د امنیت لپاره پولیس ځای پر ځای شوي - پخوانی انځور.
په لاهور کې د امنیت لپاره پولیس ځای پر ځای شوي - پخوانی انځور.

د پنجاب د پولیسو مشر ویلي دي چې د امنیتي اندېښنو له کبله اوسمهال په هغه صوبه کې انتخابات نه شي کېدای.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر ولسمشر عارف علوي انتخاباتي کمېشن ته وویل چې په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبايي اسمبليو لپاره سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

علوي د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي ليک کې ویلي چې د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره به پر " ګنګوسو د ولاړ خطرناکه پروپاګند" مخه ونيول شي. په ليک کې راغلي چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي.

خو انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې ویلي چې د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور پر هم هغه ورځ ورته ویلي چې پولیس د وسلوالو ضد په کاروایۍ کې بوخت دي او د دفاع وزارت هم ویلي دي چې د انتخاباتو لپاره د رېنجرز ځواک او نیمه پوځي ځواک سرتېري وګوماري ځکه چې هغوی د راتلونکې سرشمېرنې په چارو کې بوخت دي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي ول چې هلته د ناامنۍ له کبله د صوبايي اسمبلۍ انتخابات نه شي کېدای او په کار ده چې تر اکتوبر مياشتې پورې انتظار وشي. ټاکل شوې چې په اکتوبر کې په پاکستان کې عام انتخابات وشي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د تېر کال په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په بیا بیا تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.

انتخاباتي کمېشن مخکې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې په اپرېل کې د صوبايي انتخاباتو وړانديز کړی وو خو حتمي نېټه يې نه وه اعلان کړې.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه کړل شوې وه.

پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.

خو د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG