د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي له روسیې سره ستراتیژيکې اړیکې پیاوړې کوي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (له ښي لوري لومړی) له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ګوري - د اپرېل نهمې انځور.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (له ښي لوري لومړی) له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ګوري - د اپرېل نهمې انځور.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي دي چې بیجنګ او مسکو به په نړیوال ډګر کې ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي.

د روسیې ار ای اې نووستي اژانس وايي چې وانګ يي د اپرېل پر نهمه په بیجنګ له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره د ملاقات پر مهال وویل چې دواړه خواوې به د یو بل کلک ملاتړ کوي.

لاوروف د اپرېل پر اتمه په دوه ورځني سفر چین ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال د سفارتي اړیکو د لا پراخولو په لټه کې دي.

د چین دولتي رسنۍ وايي چې لاوروف د اپرېل پر نهمه ماسپښین مهال له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره هم لیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د اپرېل پر نهمه په بیجنګ ګې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره ستړي مه شي کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د اپرېل پر نهمه په بیجنګ ګې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره ستړي مه شي کوي.

لاوروف تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د ولسمشر شي د یو کمربند او یوې لارې نوښت د پروژو په اړه په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی وو.

امریکايي چارواکو په وروستیو کې بیجنګ ته خبرداری ورکړی دی چې په اوکراین کې دې د روسیې د جګړې غیرمستقیمه مرستې دې نه کوي او ورڅخه یې غوښتي دي چې په اوکراین کې د سولې لپاره دې له خپل نفوذه کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن تېره اوونۍ په برسلز کې خبریالانو ته وویل چې چین د روسیې د دفاعي صنعت د ملاتړ لپاره د موادو برابرولو ته دوام ورکوي.

رویټرز خبري اژانس تېره میاشت ویلي ول چې ټاکل شوې چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په مې کې چین ته ورشي او هلته له خپل سیال شي جېنپېنګ سره خبرې اترې وکړي.

پوتین چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې، پر اوکراین تر پراخې حملې څو ورځې مخکې، بیجنګ ته تللی وو نو هغه مهال دواړو خواوو د "لا محدوده" مشارکت اعلان کړی وو.

تر دې شاوخوا یو کال وروسته ولسمشر شي روسیې ته تللی وو او هلته یې له خپل سیال پوتین سره دستراتیژیکې همکارۍ زیاتولو په برخه کې یو لړ اسناد او موافقې کړې وې.

د اوکراین جګړه په اروپا کې تر دویم نړیوال جنګ وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي چې پکې د روسیې او اوکراین د زرګونو سرتېرو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژل شوي او لکونه بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG