د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او روسیې د "همکاریو زیاتولو" نوې موافقې کړې دي


د چین او روسیې ولسمشران د مارچ پر ۲۱مه خبریالانو ته د موافقو اسناد ښيي.
د چین او روسیې ولسمشران د مارچ پر ۲۱مه خبریالانو ته د موافقو اسناد ښيي.

چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ روسیې ته تر درې ورځني سفر وروسته د مارچ پر ۲۲مه خپل هېواد ته ستون شوی دی.

نوموړي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د بیجنګ او مسکو ترمینځ "د ستراتیژيکې همکارۍ" زیاتولو لپاره یولړ اسناد لاسلیک کړل.

دا په تېرو څلورو کلونو کې روسیې ته د شي لومړی سفر وو چې پر داسې مهال شوی دی چې مسکو پر اوکراین د یرغل له کبله پر نړیوال کچ له یوازیتوب سره مخامخ دی.

ولسمشر پوتین ویلي دي چې د دواړو مشرانو ترمینځ په کرېملېن کې "بریالۍ او تعمیري" خبرې شوې دي.

په همدې حال کې ولسمشر شي ویلي دي چې په لاسلیک شویو موافقو کې یې یوه داسې ده چې ورسره به د چین او روسیې ترمینځ به د همکاریو "نوی دور" پیل شي.

نوموړي په اوکراین کې د جګړې په اړه وویل چې بیجنګ له ډېپلوماټيکو لارې د هغې شخړې هواری غواړي.

غربي هېوادونو د چین د سولې وړاندیز رد کړی دی ځکه چې په هغه ۱۲ نکاتي دوسیه کې یې د روسیې دریځ او خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی. چین په هغه پلان کې د تاوتریخوالي کمولو او بالاخره د اوربند غوښتنه کړې ده.

هلته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کېربي د چینايي مینځګړتوب هڅې رد کړې دي او ویلي یې دي چې بیجنګ د اوکراین جګړې په اړه "بې طرفه دریځ" نه لري.

نوموړي د مارچ پر ۲۱مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د شي او پوتین له ملاقاته داسې هېڅ نه ښکاري چې په اوکراین کې به جګړه ژر ختمه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG