د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وایي که امریکایي مرسته ترلاسه نه کړي، ځواکونه به یې په شا لاړ شي


د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زېلېنسکي ـ انځور له ارشیفه.
د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زېلېنسکي ـ انځور له ارشیفه.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، که اوکراین د امریکا پوځي مرسته ترلاسه نکړي نو ځواکونه به یې پر شا لاړ شي.

امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه کړې خو دا په کانګرس کې د سیاسي شخړو له امله تړل شوي دي.

زېلېنسکي د مارچ پر۲۹مه، واشنګټن پوسټ سره په یوه مرکه کې وویل چې که د امریکا ملاتړ نه وي نو دا په دې مانا ده چې هغوی به د هوايي دفاع، د پټریوټ توغندي د الیکترونیکي جګړې لپاره جیمرونه او ۱۵۵ ملي میتره توپخانه و نه لري.

دا مرکه د هغه لړۍ وروستۍ برخه ده چې زېلېنسکي د لویدیځو رسنیو سره ترسره کړی ترڅو کانګرس څخه وغواړي چې هغه مېلیاردونه ډالره پوځي مرستې منظوره کړي چې د بایډن ادارې یې شپږ میاشتې مخکې وړاندیز کړی وو.

زېلېنسکي د مارچ پر ۲۸مه، د امریکا د استازو جرګې له مشر مایک جانسن سره د تېلیفون له لارې خبرې وکړې ترڅو د د مهمو مرستو غوښتنه وکړي او زیاته یې کړه چې د کیېف د روسیې د مخ په زیاتېدونکي بریدونو د مخنیوي لپاره دغه مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا سېنېټ تېره میاشت د اضافي لګښتونو قرارداد تصویب کړه چې له مخې یې اوکراین ته شاوخوا ۶۰ مېلېارده ډالر ځانګړې شوي خو جانسن دا قانوني مسوده د استازو په جرګه کې د رایې لپاره نه ده راوړې.

په جرګه کې ریپبلکن ګوند غواړي کانګرس دې ته اړ کړي چې د سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG