د چین دولتي رسنۍ وايي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر يې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې چین او روسیه باید د پېچلي نړیوال وضعيت پر وړاندې خپلمینځي همکارۍ پياوړې کړي.
رسنیو د سېپټېمبر پر ۲۱مه ویلي دي چې وانګ یي د روسیې په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې له ولسمشر پوتین سره د ملاقات پر مهال وویل چې نړۍ په تېزۍ سره د "ګڼ قطبي کېدو" لوري ته روانه ده.
د نړیوالو اړیکو پوهان وايي چې ګڼ قطبي دا معنا لري چې د نړیوال ځواک یا طاقت مرکز په یو ځواکمن هېواد کې نه بلکې په یوشمېر هېوادونو کې دی.
کرېملېن په یوه بیان کې ویلي چې د وانګ یي د دې خبرې په ځواب کې ولسمشر پوتین وويل چې د ګڼ قطبي نړۍ د رامنځته کېدو په اړه د دواړه هېوادونو دریځونه یو شان دي.
د چين دولتي رسنۍ زیاتوي چې د ليدنې پر مهال ولسمشر پوتین راتلونکې مياشت چين ته د سفر کولو په اړه د وانګ يې بلنه ومنله.