د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وایي له چین سره اړیکې پیاوړې کوي


د روسیې وزیراعظم میخایل میشتوستین (کیڼ لوري ته) د مې پر ۲۴مه له خپل چینایي سیال لي چیانګ سره په بیجنګ کې ولیدل.
د روسیې وزیراعظم میخایل میشتوستین (کیڼ لوري ته) د مې پر ۲۴مه له خپل چینایي سیال لي چیانګ سره په بیجنګ کې ولیدل.

د روسیې وزیراعظم میخایل مېشتوستېن ویلي چې د لویدیځ له خوا پر مسکو تر زیاتو شویو فشارونو وروسته له چین سره اړیکې پياوړې کوي.

نوموړي دا خبره د مې پر ۲۴مه په بیجنګ کې له خپل چینیايي سیال سره د خبرو پر مهال وکړه.

مېشوستېن په داسې وخت کې چین ته سفر کړی چې پر اوکراین د حملې له وجې روسیه پر نړیوال کچ یوازې شوې او مسکو له بیجنګه د سفارتي او اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

میشوستین له چینايي وزیراعظم لي چیانګ سره د خبرو په پیل کې د اوکراین جګړې ذکر و نه کړ.

چین د روسیې په احترام پر هغه جګړه له تنقیده ډډه کوي. البته مېشتوستېن د ګاونډیو ترمینځ په اقتصادي همکارۍ ټینګار وکړ.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بريد وکړ. د نړۍ زیاتره هېوادونو هغه برید غندلی او امریکا او اروپایي هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي خو چین د جګړې په اوږدو کې ځان د یو بې طرفه منځګړي په توګه ساتلی.

د دې ترڅنګ په وروستیو کې د بیجنګ او مسکو ترمينځ تعلقات ژور شوي دي.

د روان کال په مارچ کې چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ روسیې ته سفر وکړ او له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې "د ستراتیژيکې همکارۍ" زیاتولو لپاره یولړ اسناد لاسلیک کړل.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو څخه انکار او مسکو ته د ولسمشر شي جېنپينګ وروستی سفر له کبله لویدیزو ځواکمنو هېوادونو چین د هغه هېواد په ملاتړ تورن کړی.

چین بیا وایي، په دې باور دی چې "د اوکراین د کړکېچ د هواري "یوازینۍ لاره" د سولې مذاکرات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG