د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسیې په بریدونو کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي


په زپورېژیا کې د روسیې تر بریدونو وروسته ژغورونکي د پېښې ځای ته روان دي - د اپرېل پینځمې انځور.
په زپورېژیا کې د روسیې تر بریدونو وروسته ژغورونکي د پېښې ځای ته روان دي - د اپرېل پینځمې انځور.

اوکرایني چارواکی وايي، د هغه هېواد زپورېژیا سیمې د هولیایپول په وړوکي ښار کې د روسیې په برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په وروستیو کې د اوکراین پر ښارونو او کليو د توپونو او نور بریدونه زیات کړي دي.

د سیمې والي ایوان فیدوروف د اپرېل پر اوومه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې یو کور د مرمۍ لګېدو له وجې ړنګ شوی او دوه سړي او یوه ښځه تر خاورو لاندې شوي او وژل شوي دي.

ده وویل چې یو بل کس هغه مهال ټپي شو کله چې روسيو ځواکونو پر هغه وړوکي ښار د راکټونو حمله وکړه.

د اوکراین پوځ د اپرېل پر اوومه وویل، روسیې د شاهد په نامه د ۱۷ ډرون الوتکو او د۱۰ توغندیو حملې او شپې مهال یې ۸۸ هوايي بریدنه وکړل.

پوځ وايي چې د اوکراین د هوايي دفاع نظام ټولې بې پیلوټه الوتکې په فضا کې وویشتې.

روسیې لا د اوکراینیو چارواکو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG