د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: ډرون برید د حافظ ګل بهادر مهم کومندان وواژه


د شمالي وزیرستان د وسله والو طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې یو مهم کومندان په ډرون برید کې وژل شوی او د هغه ساتونکی ژوبل دی.

په سیمه کې استخباراتي چارواکیو او د وسله والو طالبانو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې نن چارشنبه مازیګر نېږدې شپږ بجې د دته خېل تحصیل په تور تنګي سیمه کې کومندان عبدالله وژل شوی او د هغه ساتونکی برید کې ژوبل شوی دی.

ځايي سرچینو ویلي چې ډرون پر خپل هدف دوه توغندي توغولي دی.

خو په بنو کې پاکستانۍ استخباراتي سرچینې بیا وايي چې کومندان عبدالله او د هغه ساتونکی دواړه وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې له ډېرې مودې پس پر وسله والو ډرون برید کېږي.

په تېره څه کم یوه میاشت کې دا پر وسله والو طالبانو دویم لوی برید دی چې پکې تر دې وړاندې د جون پر ۱۳مه د افغانستان په کونړ کې د تحریک پاکستان مشر ملا فضل الله ډرون برید په نښه کړ.

شمالي وزیرستان یو له هغو سیمو ده چې ترهګرۍ او وروسته په پوځي عملیاتو کې زښته ډېره ځپل شوې ده.

نور ولولئ

طالبانو د ملا فضل الله وژنه تایید کړې او نوی مشر یې ټاکلی

د ملا فضل الله د وخت ځورېدلي یې په وژنه څه وايي؟

XS
SM
MD
LG