د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: 'ډورن برید ۲۳ وسله وال وژلي'


د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، د دوشنبې ماښام په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د امریکا ډرون الوتکو بریدونو چې د وسله والو پر یو مرکز شوي، ۲۳ تنه وژلي دي.

چارواکي وايي، د ۱۰ وسله والو وژنه هغه ګړۍ کره شوه،او کله چې د مرکز لټون وشو نو ۱۳ مړي نور هم وموندل شول. په دې برید کې پنځه نور وسله وال ژوبل هم دي.

له کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېر اګست میاشت کې د پاکستان به باب نوې تګلاره اعلان کړې او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې وې چې وسله والو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي دا دوهم ډرون برید دی چې کېږي.

په تېر سپټمبر میاشت کې په همدغه سیمه کې ورته یوه برید درې وسله وال وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي ول.

چارواکي وايي د اکتوبر په ۱۶ مه تر هدف لاندې نیول شوي مرکز کې د وسله والو د زیات شتون داسې معلومېږي چې دا به په سیمه کې د حقانې شبکې تر ټولو لوی مرکز وي.

استخباراتي ادارې وايي د ډرون برید هدف د حقانې شبکې د یو مشر قوماندان ابوبکر په نښه کول و. وسله والو ډلو د دې برید په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

پاکستان پر خپله خاوره د امریکا لخوا دا ډول ډرون بریدونه د خپلې خپلواکۍ پرضد یو ګام بولي. واشنګټن پاکستان ملامتوي چې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي، خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG