د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : ډرون برید کې د القاعده یو مشر وژل شوی


فایل فوټو
فایل فوټو

د شمالي وزيرستان د تحصیل داتاخیل په خړ تنګي سيمه کې نن غرمه ډرون بريد شوی دی چې په کې د چارواکو په خبره د القاعده د يو غړي په ګډون څلور مشکوکه وسلوال وژل شوي دي.

استخباراتي چارواکي وايي بې پایلټه الوتکې د وسله والو په یو مرکز دوه میزایلې وداغلې چې په نتیجه کې یې وسله والو ته ځاني تلفات ور واوړیدل.

يو استخباراتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته دا هم وویل چې په وژلو شویو کې د القاعده يو مشر هم شامل دی خو آزادو سرچينو ددې پخلی نه دی کړی.


د پاکستاني پوځ څلورو چارواکو خبری اژانس رايټر ته ويلي چي د القاعده نخښه شوی مشر عمر فاروق نومیږي او دی د القاعده شبکي د سیمه ايزو رسنيو د اداري مشر و.

دوه ورځې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني الوتکو په برید کې د القاعده د یو مهم مشر عدنان الشکري د وژل کیدو راپور ورکړل شوی و.

په روان کال کې دپاکستان په خاوره د امریکايي ډرون بریدونو دا اتلسم برید دی چې په ترڅ کې یې د القاعده او طالبانو په لسګونو جنګیالي له منځه تللي دي.

بل پلو د پاکستان پوځ هم په شمالي وزیرستان کې د تیر جون میاشتې راهیسې د ضرب عضب په نامه عملیات پرمخ وړي. ددغو عملیاتو له کبله زرګونه خلک له شمالي وزیرستانه بنو ته په کډه کولو اړ شوي دي. خو اوس حکومت وايي دشمالي وزيرستان د کډوالو د واپسۍ لپاره لارې ګودرې لټوي.

د پوځ د ولسي اړیکو ادارې لخوا پرون په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې سرښکر راحيل شريف ويلي دي چې د دوی لومړی کار د بې کوره کړل شویو خلکو واپسې ده.

بلخوا د شمالي وزيرستان مشرانو پرون په بنو کې د يوې غونډې په ترڅ کې ويلي دي چې حکومت دوی ته ويلي دي چې د ستنيدو په صورت کې به پر دوی ځنې زمه وارۍ اچول کيږي.

که څه هم د قبايلي سيمو ځیني مشران وايې چې حکومت دوی ته ويلي دي چې د واپسۍ وروستو به په سيمه کې د امنيت ټینګ ساتلو زمه واري د دوی وي خو حکومت پر دی اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG