د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: پر ملامنصور ډرون برید شوی، د وژل کېدو پلټنه یې کوو


د ملا اختر محمد منصور انځور
د ملا اختر محمد منصور انځور

د افغانستان حکومت تائید کړه چې د افغان طالبانو په مشر ملا اختر محمد منصور، د امریکايي ځواکونو لخوا ډرون برید ترسره شوی دی. د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن یکشنبه مشال راډیو ته وویل، دوی پلټنې کوي چې ایا رښتیا هم نوموړی په دې برید کې وژل شوی او که نه؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

تر دې وړاندې یو امریکایي چارواکی ویلي وو چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور احتمالاً د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت رویټرز اژانس ته څرګنده کړه چې د افغان طالبانو پر ضد مهم عملیات ترسره شول.

په واشنګټن کې چارواکي وایي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر بې پیلوټه الوتکې وروسته تر دې بمباري وکړه چې استخباراتو د ملا منصور د ځای په اړه د پاکستان په خاوره کې خبر ترلاسه کړ.

د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې مشر پیټرکوک وایي، امریکا اوس د دې برید څیړنه کوي.

ملا اختر محمد منصورد پاکستان په احمدوال سیمه کې په ډرون برید کې په نخښه شوی دی.
یو امریکايي چارواکی

یوه امریکایي چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ملا اختر محمد منصور هغه وخت په نښه شو چې له یوه بل وسله وال سره یې په موټر کې د پاکستان په احمد وال ښارګوټي کې یې سفر کاوه.دا سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه نژدې سل کیلو متره لرې په جنوب ختیځ کې پرته ده.

کوټه هغه ځای دی چې افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو شورا هلته دیره ده او فعالیت کوي.

ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ کال په جولای کې څو ورځې وروسته تر دې د طالبانو مشر وټاکل شو چې د افغانستان حکومت دا تایید کړه چې د طالبانو مشر محمد عمر دوه کاله مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د بلوچستان د کوټې ښار په اړه افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو شورا هلته دیره ده او فعالیت کوي.

د ملاعمر تر مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ اختلافات پیدا شول او د دوی یو شمیر قوماندانانو د ملا منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

د امریکا دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې ملا اختر محمد منصور د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې او پخلاینې د لارې خنډ او په کابل او نور افغانستان کې د امریکا، افغانانو او متحد ځواکونو لپاره یو عملي ګواښ یاد کړی دی.

ملا منصور روغ او خوندي دی، زر به ویډیو کلېپ کې ښکاره شي
افغان طالبان

خو افغان طالبان د خپل مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل نه تائیدوي. دوی نن یکشنبه افغان اسلامي اژانس ته وویل چې نوموړی ژوندی دی او زر به په یو ویډیويي کلېپ کې ځان ښکاره کړي. خو افغان طالبانو د خپل پخواني مشر ملا عمر مړینه هم تر دوو کلونو پورې پټه کړې وه.

د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله وايي که ملا منصور وژل شوی وي دا به د طالبانو په رهبرۍ کې یو لوی بدلون وي.ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د افغانستان د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.

XS
SM
MD
LG