د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په کورمه کې د امریکا ډرون برید وغانده


یو ځايي کس هغه ځای پلټي چې د جنورۍ په ۲۴مه د کورمې په مموزو کې ډرون برید پکې د حقاني وسله والې ډلې دوه وسله وال ووژل.
یو ځايي کس هغه ځای پلټي چې د جنورۍ په ۲۴مه د کورمې په مموزو کې ډرون برید پکې د حقاني وسله والې ډلې دوه وسله وال ووژل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې په کورمه کې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د شوي ډرون برید غندنه کړې چې د افغان کډوالو یو کېمپ پکې په نښه کړل شوی دی.

خو د اې اېف پي خبري اژانس په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د یوه ویاند له خولې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه بیان ناسم بللی چې ګواکې ډرون الوتکې د افغان کډوالو یو کېمپ په نښه کړی دی. بلخوا د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یوه ویاند هم اې اېف پي ته ویلي چې په کورمه کې د افغان کډوالو کېمپ ګرسره وجود نه لري.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي دي چې اسلام اباد تل د ځانګړيو عملياتو لپاره د خفيه معلوماتو په تبادلې زور راوړي دي او د دغو معلوماتو پر اساس د ترهګرۍ ضد کاروايي کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات وياند ډاکټر محمد فيصل دا بيان تر هغه وروسته ورکړي چې د چارشنبي په ورځ د کرمې په سپن ټل ډپه ماموزۍ سيمه کې پر يو کور ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي دي. د راپورونو ترمخه په بريد کې د حقاني شبکې غړي هم شامل ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ډرون بريد غندلی دی او ويلي يې دي له داسې کاروايانو سره د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د ترهګرۍ ضد جنګ کې همکارۍ ته زيان رسېدلی شي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود وايي چې په پاکستان د امريکا له لوري فشار په داومداره توګه روان دی او د دې موخه دا ده چې د حقاني شبکې په ګډون نور عناصر په هغه هېواد کې شتون و نه لري. هغه زياته کړه:

((که چېرې په پاکستان فشار نور زياتېږي نو دا به ګټه ور نه وي. د دې ردعمل به سرچپه وي. د دې يوه وجه دا هم ده چې پاکستان تر خپل وسه همکاري کوي.))

طلعت مسعود وويل چې د پاکستان خاوره په افغانستان کې کاروايانو لپاره نه استعمالېږي، او په دې جنګ کې همکاري ته زياته اړتيا ده.

خو په پيښور کې شنونکی عقيل يوسفزی وايي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت روايتي موقف خپل کړي دي. عقيل يوسفزيي زياته کړه:

((زما په خيال دا د عام ولس تسلي لپاره بيان دي چې پاکستان يو خودمختاره ملک دی يا پاکستان کارواياني کولای شي. موږ د ډرون خلاف يو، دا يو رسمي بيان دی. زموږ د معلوماتو ترمخه د پاکستان افغانستان او امريکا ترمنځ د ډرون بريدونو په اړه مفاهمت موجود دي. د خرابو اړيکو باوجود دوي له يو بل سره معلومات شريکوي.))

دا په قبايلي سيمو کې په روان کال کې دويم ډرون بريد دي. د دي مخکې د جنوري په ۱۷مه په کرمه ايجنسي کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوی ول. تير کال د دسمبر په مياشت کې دوه واري په کرمه ايجنسي کې ډرون بريدونه شوی ول.

اړوند راپورونه

۱- پاکستان کې ډرون بريد د حقاني شبکې دوه وسله وال وژلي

۲- کورمه کې ډرون بريد درې تنه وژلي

۳- شمالي وزیرستان کې ډرون برید دوه وسله وال وژلي

۴- ډرون برید په شمالي وزیرستان کې اووه طالب وسله وال وژلي

XS
SM
MD
LG