د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې د اګست پر ۲۷مه ضمني بلدياتي ټاکنې کېږي


په پېښور کې يوه ښځه رايې کاروي. د ۲۰۲۱ز کال انځور
په پېښور کې يوه ښځه رايې کاروي. د ۲۰۲۱ز کال انځور

خېبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايي، د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې يې د اګست پر ۲۷مه د کېدونکو بلدياتي ضمني ټاکنو لپاره تياریانې بشپړې کړې دي.

د کمېشن وياند سهېل احمد د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل د خېبرپښتونخوا د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو په ۶۵ کلي (ويلېج) او ګاونډ (نايبرهوډ) کونسلونو کې ضمنې ټاکنې کېږي.

د ده په خبره، د دې لپاره ۲۵۶ پولينګ سټېشنونه جوړې کړل شوي دي چې پکې تر ۱۶۰ زياتې د امنيت له پلوه حساسه ګرځول شوي دي. نوموړی وويل، په دې ټاکنو کې تر درې لکه زیات کسان رايې کارولای شي.

د انتخاباتو چارواکي وايي، ټاکنې پر هغو څوکيو کېږې چې د بلدياتي استازو د مړه کېدو،استعفاکانو ورکولو يا د نامزدګۍ د کاغذونو د نه جمع کولو له کبله خالي پاتې شوې وې.

تر ۲۰۱۸ کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په دریوو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې نظام شامل وو. خو په ۲۰۱۹م کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې له ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.

په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲م کال په مې میاشتو کې شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي استازو سربېره د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نشتوالي او د حکومت لخوا هغوی ته د نه پاملرنې څخه شکایتونه کړي وو.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکي وايي کوښښ‌کوي چې د بلدياتي انتخاباتو په وخت ټاکل شويو چارواکو ته هغه پیسې ورسيږي چې دوی ته په قانون کې بېلې شوې دي. د چارواکو په خبره په دې اړه یې د ځايي منتخبو کسانو سره خبرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG