د لاسرسي ځای

تازه خبر

بزنجو: بلوچستان صوبه له "ډېرو مالي ستونزو" سره مخامخ ده


میر عبدالقدوس بزنجو تور پورې کړی دی چې وفاق ورته د اېن اېف سي له پیسو خپله برخه نه ورکوي - پخوانی انځور.
میر عبدالقدوس بزنجو تور پورې کړی دی چې وفاق ورته د اېن اېف سي له پیسو خپله برخه نه ورکوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان اعلاوزیر ویلي چې صوبه یې له "ډېرو مالي ستونزو" سره مخامخ ده او که وفاقي حکومت ورته له قامي مالیاتي کمېشن پیسې ور نه کړي نو صوبايي حکومت به په راتلونکو میاشتو کې د تنخاګانو ورکولو او پرمختیايي کارونو د لګښتونو پوره کولو جوګه نه وي.

بلوچستان په تېرو کلونو کې تر خیبر پښتونخوا وروسته دویمه صوبه ده چې د مالي ستونزو ښکار شوې ده. دا صوبه د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې خورا زیاتې طبیعي زېرمې لري، خو د هغه هېواد له تر ټولو بې وزله سیمو یوه بلل کېږي.

وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو د جنورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې تور پورې کړی دی چې وفاقي حکومت هغې صوبې ته له اېن اېف سي څخه د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ اربه او د روان مالي کال (۲۰۲۲-۲۳ز) ۳۰ اربه روپۍ نه دي ورکړې.

بزنجو وايي، د پاکستان پېټرولییم لېمېټډ (پي پي اېل) شرکت هم بلوچستان ته په روان مالي کال کې د ۳۲ اربه روپیو ورکړه ځنډولې ده. هغې کمپنۍ د نوموړي د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان اعلاوزیر ویلي دي چې صوبه یې د اېن اېف سي په پیسو کې خپله ونډه لري چې باید یې وفاق ورته وسپاري. بزنجو زیاته کړه چې په بیا بیا یې له وزیراعظم شهباز شریفه پیسې غوښتې دي او هغه ورسره د مسلې د هواري ژمنه کړې ده خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان د اعلاوزیر څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د خیبر پښتونخوا د پخواني حکومت ورته دعوې ناسمې بللې وې او ویلي یې ول چې هغې صوبې ته یې لسګونه اربه روپۍ ورکړې دي.

د پاکستان په قامي مالياتي کمېشن کې د هېواد د ګټو یا امدن پیسو حساب کتاب ساتل کېږي او وفاق او صوبو ته د پیسو ونډه ټاکي.

د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته د قامي مالياتي کمېشن له اېوارډ سره سم، صوبو ته د ټولې امدنۍ یا ګټې ۵۷.۵ فيصده او وفاق یا مرکز ته ۴۲.۵ فیصده پیسې ورکول کېږي. همداراز، له ایین سره سم، قامي مالیاتي کمېشن باید هر پېنځه کاله وروسته جوړ شي خو دا موضوع خورا لانجمنه ده نو ځکه اکثر ځنډېږي.

د بلوچستان اعلاوزیر د مالي مشکلاتو یادونه پر داسې وخت کړې ده چې پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس له رپورټ سره سم، نړیوال بانک پاکستان ته د یو ارب او ۱۰ کروړه ډالرو د دوو پورونو منظوري تر راتلونکي مالي کال پورې ځنډولې ده.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، له نړیوالو مالي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه د ډالرو نه لېږد له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې څه د پاسه څلور اربه ډالرو ته ورکمې شوې دي چې یوازې د شاوخوا درو اوونیو درامداتو لپاره کافي دي.

XS
SM
MD
LG