د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کرونده ګر: سېلابونو له وچکالۍ راپاتې کرنه هم راڅخه يووړه 


د ۲۰۲۲ز کال په مينځ کې سېلابونو د بلوچستان په ګډون د پاکستان په يوشمېر سيمو کې پر لکونو اېکړه مځکه باندې ولاړ باغونه او فصلونه تباه کړل ــ انځور له ارشيفه
د ۲۰۲۲ز کال په مينځ کې سېلابونو د بلوچستان په ګډون د پاکستان په يوشمېر سيمو کې پر لکونو اېکړه مځکه باندې ولاړ باغونه او فصلونه تباه کړل ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان کرونده ګر وايي، د روان کال سېلابونو یې له وچکالۍ ورپاته شوی لږ زراعت هم له منځه وړی دی.

دوی وايي کرنه یې د امدن یوازېنۍ وسیله وه او که حکومت ورسره مرستې ونکړې نو په صوبه کې به مالي او د خوراک بحران رامينځ ته شي.

د بلوچستان د ګرونده ګرو اتحادیې مرکزي جنرل سېکرټري عبدالرحمان بازي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې خپلې غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې دي.

ده وویل، وزیراعلا ډاډ ورکړی دی چې صوبايي حکومت به هم خپل وس ورسره کوي او هم به وفاقي حکومت ته ورسره ځي.

عبدالرحمان بازي وزیراعلا ته له وړاندې کړيو غوښتنو څخه لومړۍ درې داسې بیان کړې: "زموږ لومړۍ غوښتنه دا وه چې په بلوچستان کې ۲۹،۶۶۰ ټیوبوېلان دي، د دې بلونه دې تر یوه کاله معاف کړل شي. د بلوچستان پر کرونده ګرو درې اربه روپۍ زراعتي پورونه دي چې اوس له سود سره پينځه اربه ته رسېدلې دي، دا دې معاف شي او درېیمه غوښتنه مو دا وه چې د سېلاب له کبله د متاثره شویو مځکو د بیا رغولو لپاره دې هر کرونده ګر ته ۲۵۰ د ټرېکټر او ۵۰۰ د بېلډوزر ګنټې ورکړل شي."

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

عبدالرحمان بازي زياته کړه چې د دوی په غوښتنو کې د پاتې نورو پرتله دا هم ډېره مهمه ده چې کرونده ګرو ته تخمونه، سرې او نور ټول اړوند وسایل پر وخت او په ډېره ارزانه بیه ورکړل شي.

د کرونده ګرو پلاوي چې کله له اعلا وزیر سره لیده کاته کول نو هلته د زراعت صوبايي وزیر اسدالله بلوڅ هم ناست وو.

نوموړي کرونده ګرو ته د اوښتي تاوان او د هغوی د غوښتنو په اړه مشال راډيو ته وويل چې بلوچستان د مځکې له پلوه نېږدې نیم پاکستان جوړوي نو ځکه د ده په وینا باران او سېلاب تر ټولو زیات د همدې صوبې کرونده ګر ځپلي دي.

اسدالله بلوڅ وويل: "موږ چې کومه اندازه لګولې ده نو په بلوچستان کې سېلاب نېږدې ۵۰ لاکه اېکړه مځکه تباه کړې ده. د دې تر څنګ په دې موسم کې ولاړ ټول فصلونه له مينځه تللي دي چې د مجموعي اندازې له مخه ټول تاوان ۲۴۴ اربه روپۍ دی. د دې زیان په ازاله کې څه په صوبايي او څه په وفاقي حکومت پورې تړلې دي."

اسدالله بلوڅ زياته کړه چې د بلوچستان حکومت به د سېلاب ځپلو مځکو بيارغولو لپاره کرونده ګرو ته د ټرېکټر ۱۰ لاکه ساعتونه او د ۱۵ اربه روپیو تخمونه او سرې ورکوي. "وفاقي حکومت ته مو ویلي چې پخوانۍ زرعي قرضي معاف کړي، نورې بې له سوده راکړي. د ټیوب وېلونو د بجلۍ بلونه معاف کړي. ۱۰ زره ټرېکټرونه دې په ارزانه بيه راکړي او ۲۰۰ بېلډوزرو ته ضرورت لرو.که دا هر څه راکړل شي نو د محرومۍ احساس به کم شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي‌ حکومت وايي، وار له مخه خراب اقتصاد ته یې د سېلاب له کبله شاوخوا ۳۰ اربه ډالره زیان رسېدلی دی.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال له جون میاشتې راهيسې د زیات باران له کبله بې ساري سېلابونو د مالي زیان تر څنګ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان وژلي او تر ۳۳ ميليونه زيات يې اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG