د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران پر تفتان پوله د تجارت زیاتولو لپاره سلا شوي دي


په غونډه کې د پاکستانۍ غاړې مشري‌ د ګمرک یا کسټم مشر اغا سعید احمد او د ایراني پلاوي‌ مشري د سیستان بلوچستان د تجارو د اتحادیې مشر ارج حسن يوراو کوله.
په غونډه کې د پاکستانۍ غاړې مشري‌ د ګمرک یا کسټم مشر اغا سعید احمد او د ایراني پلاوي‌ مشري د سیستان بلوچستان د تجارو د اتحادیې مشر ارج حسن يوراو کوله.

د پاکستان او ایران د سوداګرۍ څانګې پر دې سلا شوې دي چې دوه اړخیز تجارت ته د ودې ورکولو لپاره به پراته خنډونه له منځه وړي او پر پوله به نورې منډۍ هم فعالوي.

دا پرېکړه د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې د پای ته رسېدلې هغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې شوې ده چې د کوټې او زاهدان د سوداګرو اتحادیو د استازو تر څنګ د دواړو غاړو لوپوړو چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د پاکستانۍ غاړې مشري‌ د ګمرک یا کسټم مشر اغا سعید احمد او د ایراني پلاوي‌ مشري د سیستان بلوچستان د تجارو د اتحادیې مشر ارج حسن يوراو کوله.

په دې غونډه کې د دواړو غاړو ترمنځ پر ۳۹ نکاتي تړون هم لاس لیک شوی او پرېکړه شوې چې په راتلونکو پنځو کې کالو کې به د دوه اړخیز تجارت کچه پنځه اربه ډالرو ته رسول کېږي.

د پاکستان او ایران ترمنځ د تفتان پوله د دواړو هیوادونو لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.
د پاکستان او ایران ترمنځ د تفتان پوله د دواړو هیوادونو لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.

په کوټه کې د سوداګرو د اتحادیې مرستیال مشر سید احد اغا د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان له خوا ایران ته لږ خو د ایران له خوا پاکستان ته ډېر توکي راوړل کېږي.

د ده په وینا، پاکستاني پلاوي‌ ایرانیو چارواکو ته وویل چې په دې دوه اړخیز تجارت کې باید انډول یا توازن وساتل شي چې دواړې غاړې یو رنګ تجارت وکړای شي.

یو بل سوداګر حاجي ایوب میراڼي‌ مشال راډیو ته وویل چې اوس نه یوازې پر تفتان پوله د تجارت لپاره وخت زیات کړل شوی دی بلکې د سوداګریزو توکو لپاره به یوه بېله لاره هم خلاصه وي.

په کوټه کې د ایران کونسل جنرل د دې غونډې د پرېکړو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به د سوداګرو تر څنګ عام ولس ته هم ګټه ورسوي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې ده چې پاکستان به د زاهدان له کونسلېټ څخه ایرانيو ډرایورانو ته تر نهو میاشتو د پاکستان ویزه هم ورکوي. دواړو غاړو پرېکړه کړې چې ډېر زر به د مند او میرجاوه منډۍ هم فعالې کړل شي.

د دوی په وینا، دې ترڅنګ به د ګوادر له جنوبي بندره د ایران تر پولې د سمندر له لارې هم تجارت ډیر ژر پیل شي او هم به په مچ کې د هیرک ریلوې پل تر جوړیدو وروسته د اورګاډي له لارې د ایران او پاکستان د تجارت د زیاتوالي په خاطر نور ګامونه پورته کړل شي. د هیرک رېلوې پل د ۲۰۲۲م کال د جولايي پر ۲۷مه باران او سلاب له امله نړیدلی وو.

XS
SM
MD
LG