د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ملګري ملتونه دې د طالبانو حکومت له ټي ټي پي سره لارو بېلولو ته اړ کړي


منیر اکرم وايي طالبان ادعا کوي چې پر ټول افغانستان واکمن دي خو د ترهګرو ډلو کنټرولولو کې پاتې راغلي - انځور له ارشیفه
منیر اکرم وايي طالبان ادعا کوي چې پر ټول افغانستان واکمن دي خو د ترهګرو ډلو کنټرولولو کې پاتې راغلي - انځور له ارشیفه

پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې دې د طالبانو حکومت له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ورسره تړلو نورو سختدریځه ډلو سره د خپلو اړیکو شلولو ته اړ کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د مارچ پر شپږمه په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه جوړې غونډې ته کړې دي.

نوموړي د شورا پر ۱۵ غړو هېوادونو ته ویلي چې که ټي ټي پي و نه څارل شي نو په نړیوال کچ د ترهګرۍ پیدا کېدو وېره شته.

منیر اکرم وویل چې طالبان دریځ لري چې پر ټول افغانستان یې بشپړ کنټرول دی او نړیوال دې یې په رسمیت وپېژني خو له بله پلوه بیا د ترهګرو ډلو په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي.

پاکستاني استازي له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې پلټنې دې وکړي چې ټي ټي پي څنګه پرمختللي وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي دي او د مالي مرستو سرچینه یې څه ده؟

هغه دا غوښتنه هم وکړه چې پر پاکستان له افغانستانه د وسلوالو ډلو د بریدونو پلټنه دې هم وشي.

د طالبانو حکومت لا د اکرم د دعوو او څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم هغه مهال ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG