د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې پر امنیتي پوسته د وسلوالو برید مرګ ژوبله اړولې


د شمالي وزیرستان په میرلي‌کې تر دې وړاندې هم پر امنیتي پوستو بریدونو کې ګڼ امنیتي عسکر وژل شوي‌ او ټپي شوي وو. (انځور: ارشیف)
د شمالي وزیرستان په میرلي‌کې تر دې وړاندې هم پر امنیتي پوستو بریدونو کې ګڼ امنیتي عسکر وژل شوي‌ او ټپي شوي وو. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان په میرلي کې پر امنیتي پوسته په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی، دوی پولیس او یو پوځي عسکر ټپي شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض، او هلته امنیتي چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو د جولايي پر ۱۱مه سهار وختي د میرعلي په موسکي سیمه کې پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

د دوی په وینا، وسله والو لومړی ډزې پیل کړې او له هغه وروسته د دواړو خواو ترمنځ تر څو ساعته نښته روانه وه چې په نتیجه کې یې درې پولیس سرتېري او یو عسکر ژوبل شول، او وروسته یو ژوبل پولیس اهلکار ساه ورکړه.

د پولیسو مشر سلیم ریاض وویل چې ژوبل شوي کسان یې د بنو پوځي روغتون ته رسولي دي چې د یوه روغتیايي‌حالت پکې د اندېښنې وړ دی او پېښور ته وړل شوی دی.

د پولیس چارواکي دا هم وایي چې په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړې دي. تر اوسه د برید زمه واري چا نه ده منلې.


دا په داسې حال کې ده چې د د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ لړۍ په پرلپسې توګه روانه ده.

تر دې وړاندې د جولای پر اتمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ عتیق الرحمان د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې وژل شوی وو.

ملي جمهوري غورځنګ د جولايي پر نهمه او لسمه نېټه د هغې پېښې پرضد د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د یو شمېر سیمو په ګډون په کراچۍ او اسلام اباد کې هم احتجاجونه وکړل.

په میرامشا کې د جولای پر پنځمه له امنیتي‌ پوستې سره نژدې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو. د ځايي‌ چارواکو په وینا، په هغه برید کې شاوخوا لس ولسي وګړي هم ژوبل شوي وو.

د جولايي پر درېیمه د شمالي وزیرستان په ميرلي او رزمک کې په هدفي وژنو کې دوه کسان وژل شوي او په ډېره اسماعیل خان کې بیا پوځ د درې وسلوالو د وژلو خبر ورکړی دی.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي‌ سیاسي اتحادیو او عام ولس په وار وار د دې بدامنۍ پرضد احتجاجونه، لاریونه او پرلتونه وهلي خو د ناامنۍ لړۍ بیا هم روانه ده.

احتجاج کوونکو تل تور پورې کړی دی چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو نه یوازې پر دې حالاتو سترګې پټې کړې دي بلکې د دوی په وینا، د وسلوالو ملګري دي.

خو حکومتي‌ او امنیتي‌ چارواکو داسې تورونه تل په کلکه رد کړي او دریځ لري چې دوی بې توپیره د وسلوالو په نښه کولو ته دوام ورکړی او حالاتو یې په واک کې دي.

XS
SM
MD
LG