د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د سنځاوۍ برید پرضد پرېکړه ليک منظور کړی


خبریالان د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته پوښښ ورکوي ـ پخوانی انځور.
خبریالان د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته پوښښ ورکوي ـ پخوانی انځور.

بلوچستان اسمبلۍ په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د وسلوالو له لوري د سکرو پر لاریو برید غندلی دی او د هغه پر ضد یې قرارداد یا پرېکړه لیک منظور کړی دی.

د مې پر ۲۳مه هغه قرادار صوبایي وزیر نور محمد دومړ اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

تر دې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دومړ وویل چې وسلوالې ډلې په هغه صوبه کې ناکراري جوړول غواړي.

د مې پر ۲۲مه د بلوچستان زیارت ضلعې په سنځاوۍ کې وسلوالو پر سکرو وړونکو لاريو بريد وکړ چې پکې یو لارۍ چلوونکی ووژل شو او بل ژوبل شو. په برید کې وسلوالو پر نورو لاریو ډزې وکړې او وروسته يې ورته اور واچاوه چې پکې پینځه لارۍ په بشپړه توګه وسوځېدلې.

د برید پر ضد د مې پر ۲۳مه په سنځاوۍ کې کاربنديز هم شوی وو چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) په ګډون يې ځينو نورو ګوندونو هم ملاتړ کړی وو.

احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سکرو له کاروبار سره اړونده کسانو د امنیت لپاره دې ځانګړي ګامونه پورته کړي او د وژل شوي ډرایور کورنۍ او داراز ژوبل ډرايور او د سوځول شویو لاريو مالکانو ته دې معاوضه ورکړي.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۲مه په دوکۍ کې د سکرو د کانونو مالکانو د پېښې پرضد کاربنديز کړی وو.

د کانونو د مالکانو اتحاديې يو مشر ايوب ناصر د مې پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پوری کړی وو چې امنيتي ادارې د دوی لاریو او مزدورانو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلي دي: "امنيتي ادارې موږ ته امنيت نه راکوي. په قلاره ناست دي او هېڅ قسمه کاروايي نه کوي."

پولیس وایي د برید په اړه یې مقدمه لیکلې ده او پلټنې یې پیل کړي دي خو تر دا دمه یې څوک نه دي نيولي.

د برید ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده. تر دې مخکې هم، د مارچ پر ۲۳ مه د بلوچستان له دوکۍ څخه د کويلې کانونو اووه مزدوران تښتول شوي ول چې د هغې پیښې ذمه واري هم بي اېل اې منلې وه چې وروسته يې ازاد کړل.

د بلوچستان په ځینو سیمو کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نخښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.

تېر کال د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې هم وسلوالو په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي وو او وروسته یې د هرنايي د مرستیال کمېشنر پر ګاډي ډزې هم کړې وې. د پېښې ذمه واري هم بي اېل اې منلې وه

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG