د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې غبرګو ماين چاودنو ۱ تن وژلی او ۲۰ یې ژوبل کړي دي


بلوچستان کې پولیسو تر يوه وسلوال بريد وروسته سیمه کلابنده کړې ده ـ پخوانی انځور
بلوچستان کې پولیسو تر يوه وسلوال بريد وروسته سیمه کلابنده کړې ده ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمې دوکۍ کې د ځمکلاندې بمونو په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د يو سرتېري په ګډون ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

د دوکۍ د پولیسو مرستیال مشر جلیل احمد مري د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د مې پر دويمه هغه مهال وشوه چې له سکرو بار ټرک له سیمې تېرېده.

دی وايي، تر پېښې وروسته هلته مزدوران او د پولیسو او د ترهګرۍ څانګې سرتېري ورغونډ شوي ول چې دویمه چاودنه هم وشوه.

مري زیاتوي چې په دواړو چاودنو کې یو کس ووژل شو او د سي ټي ډي د یو سرتېري په ګډون ۲۰ کسان ژوبل دي.

د بمي چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو په هغه سيمه کې تر دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو مسووليت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني.

چارواکي وايي چې ژوبل کسان یې د بوري یا لورالايي روغتون ته لېږدولي دي.

د بوري یو تاڼېدار شریف خان مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې په روغتون کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی او ټول ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي یې دندې ته وربللې دي.

په وروستيو کې د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې وسلوال بريدونه زيات شوی دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټېټیوټ په نوم یوې څېړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان کې په اپرېل مياشت کې شاوخوا ۷۷ وسلوال بریدونه شوي دي.

راپور زياتوي په هغو بريدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي چې ۳۵ ملکي وګړي او ۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG