د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنځاوۍ کې د وسلوالو لخوا د ډرایور وژلو او لاريو سوځولو د پېښې ضد هړتال شوی


د مې پر ۲۳مه احتجاجیانو غوښتنه کوله چې حکومت دې هغوی ته امنیت ورکړي.
د مې پر ۲۳مه احتجاجیانو غوښتنه کوله چې حکومت دې هغوی ته امنیت ورکړي.

د بلوچستان پښتون مېشتې زیات ضلعې په سنځاوۍ سيمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې د سکرو وړونکې لارۍ د چلوونکي د وژنې او د لاريو د سوځولو د پېښې ضد د مې پر ۲۳مه کاربنديز شوی دی.

د بلوچستان د زيارت ضلعې مرستيال کمېشنر لياقت کاکړ د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د ناڅرګنده وسلوالو لخوا پر سکرو وړونکو لاريو په شوي بريد کې يو لارۍ چلوونکی وژل شوی او بل ژوبل دی.

ده زیاته کړې وه چې د زيارت او دوکۍ ترمينځ سنځاوۍ سيمه کې لومړی ناڅرګنده وسلوالو پر لاريو ډزې وکړې او وروسته يې ورته اور واچاوه چې پکې په شپږو کې پینځه لاریانې په بشپړه توګه وسوځېدلې.

د سنځاوۍ اېکشن کمېټۍ وايي چې وسلوالو لاريو ته اور ورته کړ چې پکې پینځه په بشپړه توګه وسوځېدلې.
د سنځاوۍ اېکشن کمېټۍ وايي چې وسلوالو لاريو ته اور ورته کړ چې پکې پینځه په بشپړه توګه وسوځېدلې.

د دې پېښې پرضد د مې پر ۲۳مه د اېکشن کمېټۍ پر اعلان د سنځاوۍ بازار بند شوی وو. د کمېټۍ يوه غړي جمعه خان مشال راډيو ته وويل چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې په ګډون ځينو نورو ګوندونو هم د هړتال ملاتړ کړی دی.

د ده په خبره، نن (مې ۲۳مه) ناوخته به سياسي ګوندونه غونډه کوي او په دې اړه به د راتلونکي لپاره تګلاره جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چې د کاربندېز له لارې له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی د امنیت لپاره دې ځانګړي ګامونه پورته کړي او د وژل شوي ډرایور کورنۍ او دارنګه زخمي ډرايور او د سوځول شویو لاريو مالکانو ته دې معاوضه ورکړي.

مشال راډيو د مې پر ۲۳مه په دې اړه د حکومتي دريځ معلومولو لپاره د زیات مرستيال کمېشنر لیاقت کاکړ سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغه ټېلېفون ته ځواب ونه وايه. البته د مې پر ۲۲مه نوموړي مشال راډيو ته ويلي ول چې امنیتي ځواکونو په پېښه کې د لاس لرونکو وسلوالو د نيولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي. البته وروسته معلومه نه شوه چې حکومت څوک ونيول او که څنګه؟

تر دې وړاندې د مې پر ۲۲مه په دوکۍ کې د سکرو د کانونو مالکانو د دې پېښې پرضد کاربندېز کړی وو.

د کانونو د مالکانو اتحاديې يو مشر ايوب ناصر د مې پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پوری کړی وو چې امنيتي ادارې د دوی لاریو او مزدورانو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلي دي: "امنيتي ادارې موږ ته امنيت نه راکوي. په قلاره ناست دي او هېڅ قسمه کاروايي نه کوي."

د دې پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده. تر دې مخکې هم، د مارچ پر ۲۳ مه د بلوچستان له دوکۍ څخه د کويلې کانونو اووه مزدوران تښتول شوي ول چې د هغې پیښې ذمه واري هم بي اېل اې منلې وه چې وروسته يې ازاد کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG