د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې ۱ پوليس سرتېری وژل شوی دی


د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د اپرېل پر څلورمه ناوخته د وژل شوي پوليس سرتېري طارق خان د جنازې لمونځ ادا کېږي.
د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د اپرېل پر څلورمه ناوخته د وژل شوي پوليس سرتېري طارق خان د جنازې لمونځ ادا کېږي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر وايي چې وسلوالو د اپرېل پر څلورمه په میرامشا کې یو پولیس سرتېری وژلی دی.

روښان زېب بېګا (د اپرېل پر څلورمه) مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو طارق خان په تپي سیمه کې وویشت او وتښتېدل.

وروسته د پولیسو ضلعي دفتر په یو بیان کې وویل چې د سرتېري د جنازې لمونځ د میرامشا په پولیس لاینز کې وشو چې پکې د پوځ ځايي مشر په ګډون یوشمېر چارواکو ګډون وکړ.

بیان وايي چې جنرال انجم ریاض تر جنازې وروسته وویل چې په حمله کې د ککړو کسانو پرضد کاروايي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر دویمه وسلوالو په دوو جلا، جلا حملو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو سیاستوال او د پولیسو یو سرتېری وواژه.

د وروستیو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، د اپرېل څلورمې له حملې سره روان کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې دا ډول حملې روانې دي چې پکې ګڼو ولسي مشرانو، سرکاري کارکوونکو، امنیتي او پولیس سرتېرو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي وګړي، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د اتمانزیو جرګې د ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د کال تر وروستیو میاشتو پورې په سيمه کې د امنیت ټېنګښت او هدفي وژنو د مخنيوي لپاره احتجاجونه وکړل او د روان کال د فبرورۍ په پای کې یې وویل چې پوځ ورته د سیمې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په سیمه کې په دوو پېښو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په شمالي وزيرستان کې تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان ده. خو هلته له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم شته چې چارواکي یې په هدفي او نورو حملو او داراز، په جرمونو کې ککړې بولي.

XS
SM
MD
LG