د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د مارچ تر ۲۱مې د محسن داوړ ضمانت منظور کړی دی


محسن داوړ او د هغه ملګري او وکيلان د مارچ پر ۱۱مه پېښور های کورټ ته د حاضرېدو لپاره روان دي.
محسن داوړ او د هغه ملګري او وکيلان د مارچ پر ۱۱مه پېښور های کورټ ته د حاضرېدو لپاره روان دي.

پېښور های کورټ د مارچ پر ۱۱مه د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ته د مارچ تر ۲۱مې ضمانت ورکړی دی.

د شمالي وزیرستان پولیسو د فبرورۍ پر ۱۰مه د محسن داوړ او د هغه د ځینوملګرو پر ضد مقدمه دایره کړې وه چې هغوی پر پولیسو ډزې کړې دي.

خو د ملي جمهوري غورځنګ ګوند په وينا، پر هغه ورځ محسن داوړ او د ګوند غړيو يې په ميرامشا کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د مبينه درغليو ضد مظاهره کوله چې امنيتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې د محسن داوړ په ګډون د ګوند ۱۴ غړي ژوبل او څلور ووژل شول.

محسن داوړ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغه د مارچ پر ۱۱مه عدالت ته حاضر شو او موقتي ضمانت يې منظور شوی دی.

په پېښور های کورټ کې د مارچ پر ۱۱مه د محسن داوړ د ضمانت اورېدنه وشوه. د محسن داوړ ورور سعود داوړ، چې يو وکيل دی او په ياده مقدمه کې د داوړ وکالت کوي، د مارچ پر ۱۱مه یې مشال راډيو ته وويل چې عدالت د مارچ تر ۲۱مې د محسن داوړ ضمانت منظور کړی دی. نوموړي هوډ ښکاره کړ چې خپل قانوني جنګ به جاري ساتي او که انصاف ورسره ونه شو نو سپریم کورټ ته به هم ځي.

نوموړي وویل "حکومت پرځای د دې چې د ۱۰مې فبرورۍ پېښې اغېزمنو ته انصاف ورکړي، برعکس يې پر محسن داوړ مقدمه دايره کړې ده. موږ به د فبرورۍ د ۱۰مې نېټې د پېښې تر شا د لاس لرونکو مسوولو چارواکو پر ضد په سپریم کورټ کې مقدمه کوو او انصاف به غواړو."

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند پلویانو پر محسن داوړ او د هغه پر ملګرو د امنیتي ځواکونو د مبینه ډزو خلاف د مظاهرو لړۍ هم پیل کړې ده. دوی په میرامشا او نورو سیمو کې د د انصاف لپاره پرلتونه او مظاهرې کړې دي.

هغوی د مارچ پر ۱۰مه هم په میرامشا کې د احتجاج پر مهال اعلان وکړ چې که له هغوی سره انصاف ونه شو نو سړکونه به بندوي او د مېسو یا کاپرو کارخانې ته د بجلۍ رسد به هم دروي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه. نوموړي ویلي ول چې په پېښه کې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

پوځ او د شمالي وزیرستان انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د انتخاباتو کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او وايي چې ټاکنې شفافې، بې طرفه او عادلانه وې.

XS
SM
MD
LG