د لاسرسي ځای

تازه خبر

فافېن: انتخاباتو کې تر ټولو کمې رايې په جنوبي وزیرستان کې کارول شوې دي


په پېښور کې یوه ښځه د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې رایه کاروي.
په پېښور کې یوه ښځه د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې رایه کاروي.

په پاکستان کې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فافېن) په تازه رپورټ کې ويلي چې د هغه هېواد د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې تر ټولو کمې رايې په جنوبي وزیرستان کې کارول شوې دي.

فافېن د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې رپورټ يې د انتخاباتي کمېشن پر ووبپاڼه د قامي اسمبلۍ د ۲۶۴ څوکيو د ۴۷مې فورمې پر اساس جوړ کړی دی.

اداره وايي چې په هغه هېواد کې تر ټولو زیاتې رايې د سيند د قامي اسمبلۍ پر ۲۱۴مه حلقه کارول شوې چې کچ يې ۷۰.۹ سلنه وو او تر ټولو کمې رايې د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ پر ۴۲مه حلقه کارول شوې چې کچ يې ۱۶.۳ سلنه وو.

تر دې وړاندې، د فافېن مشرې مسرت قديم د فبرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د عامو انتخاباتو په اړه خپل لومړنی رپورټ خپور کړی وو او ويلي يې ول چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې ۴۸ سلنه خلکو رایې کارولې دي.

رپورټ خيبر پښتونخوا د پاکستان هغه صوبه يادوي چې پکې د قامي اسمبلۍ پر څوکيو د ۲۰۱۸ز کال د عامو انتخاباتو پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې تر ټولو کم ووټونه اچول شوي دي.

د فافېن په خبره، په ۲۰۱۸ز کال کې د هغې صوبې د قامي اسمبلۍ پر څوکيو د رايو د کارونې کچ ۴۴ سلنه وو خو په سږنيو هغو کې ۳۹.۹ سلنه وو.

فافېن د رايو کارولو د کم کچ لامل نه دی په ډاګه کړی خو په بر او کوز جنوبي وزيرستان ضلعو کې له څه مودې راهيسې ناامني زیاته شوې ده. د هغې سيمې ولس په وار وار له حکومت او امنيتي ادارو څخه د امنيت ټينګولو غوښتنې کړې دي. حکومت وايي، ځواکونو د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کړي دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې خلکو له انتخاباتو پرېکون (بایکاټ) کړی وو. په انګور اډه کې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې د روان پرلت ګډونوال ويلي ول، که حکومت یې غوښتنې و نه منلې، نو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې برخه نه اخلي. پرلتوال له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان د فبرورۍ په پیل کې مشال راډیو ته ويلي ول چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.

بل خوا د بر جنوبي وزيرستان د بدر سيمې د نانوخېلو او اېملخېلو مشرانو د جنورۍ پر ۱۲مه د يوې جرګې له لارې پرېکړه کړې وه چې که حکومت يې د ړنګو کورونو معاوضه ور نه کړه نو د احتجاج په توګه به له انتخاباتي بهیره پرېکون وکړي.

XS
SM
MD
LG