د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځینو مشهورو سیاستوالانو په انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده


په خیبر پښتونخوا کې د فبرورۍ پر اتمه ګڼ خلک د رایې ورکولو لپاره غونډ شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د فبرورۍ پر اتمه ګڼ خلک د رایې ورکولو لپاره غونډ شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې یوشمېر مشهورو ملتپاله او مذهبي سیاسي مشرانو ماتې خوړلې ده.

د انتخاباتو د کمېشن د غیر حتمي نتیجو له مخې، د صوبې درو پخوانیو اعلا وزیرانو محمود خان، پروېز خټک او امیر حیدر خان هوتي او د کورنیو چارو د پخواني وفاقي وزیر افتاب احمد خان شېرپاو تر څنګ د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم د بېلابېلو حلقو د قامي او صوبايي اسمبلیو پر څوکیو په انتخاباتو کې ماتې خوړلې ده.

داراز، د ملتپاله عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اېمل ولي خان او د ګوند مخکښ غلام احمد بلور او د پیپلز ګوند ارباب عالمګیر هم د څوکیو په ګټلو کې پاتې راغلي دي.

د انتخاباتي کمېشن د غیر حتمي نتیجو له مخې، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان او ازاد کاندید او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ څوکۍ بایللې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ لپاره د ۴۵ څخه پر ۴۴ او د صوبایي اسمبلۍ د ۱۱۵ څوکیو څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشول. د قامي اسمبلۍ پر یوه او د صوبایي اسمبلۍ لپاره پر دوو څوکیو انتخابات د هغه ځایونو د کاندیدانو د مړینې له کبله ځنډول شوي ول.

د انتخاباتو د کمېشن په وینا، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۹۰ څوکۍ ازاد کاندیدانو ګټلي دي. په هغو کې زیات شمېر د تحریک انصاف د سیاستوالو دی چې ورته په ټولټاکنو کې د انتخابي نخښې نه ترلاسه کېدو وروسته یې په ازاد حثیت په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه.

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو خپله ماتې منلې او مخالفو کاندیدانو ته یې په بریا مبارکي ورکړې ده خو ملي جمهوري غورځنګ، جماعت اسلامي، جمعیت علمای اسلام (ف) او ځینو نورو ګوندونو په نتیجو کې د بدلون او ټګۍ تورونه پورې کړي دي، د دې پرضد یې احتجاجونه کړي دي او عدالتونو ته د تګ اعلان یې هم کړی دی.

تحریک انصاف هم ادعا کوي چې په انتخاباتو کې ورسره په ځینو حلقو کې ټګي شوې ده او کاندیدان یې ناکام شوي دي. د ګوند پلویانو د دې پر ضد په پېښور، کورمه، شانګله او بونېر کې احتجاجونه کړي دي.

هغه ګوند د درغلۍ ضد په پېښور های کورټ کې هم درخواست جمع کړی دی.

خو انتخاباتي کمېشن د درغلۍ او نتیجو بدلولو تورونه ناسم بولي او وايي، ټاکنیز بهیر روڼ او منصفانه وو.

کمېشن داراز وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.

XS
SM
MD
LG