د لاسرسي ځای

تازه خبر

فافین: په انتخاباتو کې نږدې۵۰ فیصده خلکو خپلې رایې کارولې دي


د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات وشول.
د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات وشول.

په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي اداره فري ايڼد فېر الېکشن نېټورک (فافين) وايي، په عامو انتخاباتو کې ۴۸ سلنه خلکو رایې کارولې دي.

د فافين مشرې مسرت قديم د فبرورۍ پر ۱۰مه، په اسلام اباد کې د عامو انتخاباتو په اړه د سازمان رپورټ خپور کړو.

دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ پر۲۶۵ څوکیو او د څلور واړو صوبو د اسمبلیو لپاره ټاکنې وشوې.

سازمان د شمېرو له مخې نزدې شپږ کروړه خلکو په ټاکنو کې رايي کارولي دي. په پاکستان کې د رجسټرډ ووټران شمېره له ۱۲ کروړه ۸۵ لاکو زياته ده.

مسرت قديم وويل چې د انتخاباتو کولو سره په هېواد کې بې يقيني ختمه شوې ده.

فافين د انتخاباتو په اړه راپور کې ويلي دي چې په ټولټاکنو کې يوه هم داسي حلقه نشته چې ښځو پکې تر۱۰ فيصده کمې رایی کارولي وي. په انتخاباتو کې ۱۲ ښځينه کانديدانو بريا ترلاسه کړې ده.

په پاکستان کې دا وارې په عامو انتخاباتو کې د تحريک انصاف ګوند نوماندانو په ازاد حیثت برخه اخیستي وه چې په مرکز او ځینو صوبو کې یې واضحه بریا خپله کړې ده خو فافین وايي، د دې ترڅنګ ۱۸ داسي ازاد نوماندان هم بریالي شوي دي چې هېڅ يو ګوند سره يې تعلق نه درلود.

د فافين له راپور سره سم سياسي ګوندونو خپل پلویان پرځای ساتلي دي. د راپور تر مخه د انتخاباتو لپاره د نویو حلقه بنديو له وجې کانديدان او ووټران له مشکلات سره مخامخ شول.

په راپور کې راغلي دي چې په مجموعي توګه انتخابات شفاف ول خو په ځينو ځايونو کې د نتيجو په اړه تحفظات مخې ته راغلي دي چې بايد د ټاکنو کمېشن يې حل کړي.

خو د ټاکنو کمېشن ويلي دي چې د عامو انتخاباتو پرمهال ورته ۷۰ شکایتونه ورغلي ول چې په هم هغه وخت يې هوار کړي دي.

XS
SM
MD
LG