د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي له شاوخوا ۳ مياشتو وروسته يې هم حکومت غوښتنې نه دې منلي


د انګور اډې پرلتوال وايي له شاوخوا ۳ مياشتو وروسته يې هم حکومت غوښتنې نه دې منلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې يې د خپلو ۱۸ غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي. د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر سرحدي دروازه د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، امنیت، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه شامل دي. د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته ويلي چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي. نور حال د مشال راډیو په ويډيويي راپور کې وګورئ.

XS
SM
MD
LG