د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مچ کې نښتې: امنيتي ځواکونه او وسله وال يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو دعوه کوي


د مچ په نښتو کې يو سوځېدلی ګاډی
د مچ په نښتو کې يو سوځېدلی ګاډی

د بلوچستان نګران حکومت وايي، د صوبې د بولان ضلعې په مچ سیمه کې يې بېګا شپږ وسله وال وژلي دي.

د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۰ مه په اېکس پاڼه په خپل بيان کې ويلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په مچ سیمه کې د ترهګرو برید ناکامه کړی دی.

نوموړي په خپل بیان کې زیاته کړې چې په وژل شویو کې د دوو پېژندګلوي د پردان بلوڅ او دودا بلوڅ په نامه شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې په کوټه کې یو لوړپوړي چارواکي د جنورۍ پر ۲۹مه ناوخته د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو وویل چې "بېګا د مچ ښار پر بېلا بېلو سیمو له نږدې غرونو لږ تر لږه ۱۵ توغندي لګېدلي دي." نوموړی وايي تر دې ووروسته د ناڅرګنده وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چي د توغندیو تر لکېدو وروسته د امنیتي سرتیرو له لوري د وسله والو په ضد ځوابي عملیات پیل شول چې بیا د جنورۍ ۳۰مې تر سهار وختي روان وو.

د مچ تاڼې د پولیسو اېس اېچ او ساجد سولنګي په کوټه کې خبریالانو ته ویلي دي چې په پیښه کې یو پولیس او یوماشوم وژل شوي او ځيني نور ژوبل دي خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

بل پلو بلوڅ بېلتونپالې وسله وال ډلې، بلوڅ لیبرېشن ارمي د جنورۍ پر ۲۹مه او دېرشمه په خپلو دوو خبرپاڼو کې د ياد بريد زمه واري منلې او دعوه يې کړې چې ۵۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

یادې ډلې دا هم ویلي چې په دې ترڅ کې د دوی دوه وسله وال هم وژل شوي‌ دي.

یادې ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې مچ ته په ورغلو ټولو سړکونو یې ماینونه ښخ کړې دي او دغه سيمو ته له تللو دې ډډه وکړي.

د بولان ضلعې مچ د بلوچستان په هغه سیمو کي شمارل کیږي چي له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې پکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وخت پر وخت بریدونه کېږي.

په دې بریدونو کې د زیاتره هغو زمه واري بلوڅ وسله والې ډلې مني. دا هغه ډلې دي چې له پاکستانه د جدا کېدو لپاره جګړه کوي او د پاکستان حکومت دوی ته ترهګر وايي.

د پاکستان پوځ د جنورۍ پر ۱۴مه ویلي وو چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې پینځه سرتېري وژل شوي ول.

د اژانس په خبره، پوځ ویلي دي چې د سرتېرو ګاډی په بلیده سیمه کې روان وو چې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو،. بیان وايي تر هغې وروسته د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ "سخته نښته" وشوه چې پکې پینځه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

په بلوچستان کې په داسې وخت کې د ناامن‍ۍ پېښې زیاتې شوې دي چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د نور پاکستان په څېر هلته هم عام انتخابات ترسره کېږي.

بلوڅ وسله وال د نور فعالیت په څېر د انتخاباتو هم مخالف دي او په دې پروسه کې برخه اخیستونکو ته وخت پر وخت ګواښونه او پر هغوی بریدونه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG