د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماورای عدالت وژنو پرضد لاريون له تربته کوټې ته رسېدلی دی 


د بلوڅانو يووالي شورا تر انتظام لاندې د لاريون ګډونوال له تربته کوټې ته رسېدلي دي. د ډېسېمبر ۱۲مې انځور
د بلوڅانو يووالي شورا تر انتظام لاندې د لاريون ګډونوال له تربته کوټې ته رسېدلي دي. د ډېسېمبر ۱۲مې انځور

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد له تربت څخه پیل شوی لاریون د ډېسېمبر پر ۱۱مه ماخوستن کوټې ته رسېدلی دی.

د بلوڅانو يووالي شورا (بلوچ يکجهتي کونسل) تر انتظام لاندې د لاریون ویاند ګلزار بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې حکومت دوی د کوټې په سریاب سيمه کې ایسار کړي او د ښار مرکز ته یې نه پرېږدي.

د ده په وینا، دوی هلته پرلت وهلی او تر هغه وخته به خپل احتجاج جاري ساتي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د احتجاج کوونکو په وینا، د پاکستان پوځ او نورې امنیتي او جاسوسي ادارې دې ماورای عدالت وژنې ودروي او ورک کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

دا احتجاج له هغه وروسته پیل شوی وو چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه وویل، په تربت کې یې د دوی په وینا، څلور ترهګر وژلي دي.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په دې کسانو کې د بالاچ بلوڅ په نامه هغه کس هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو. تر دې پېښې وروسته هغوی په تربت کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د کوټې پر لور لاريون پيل کړ.

بل پلو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي ول چې حکومت په هغه پېښه کې د ککړو څلور پولیسو پرضد مقدمه درج کړې ده، خو ګلزار بلوڅ وايی تر اوسه په هغو څلورو پوليسانو کې يو هم نه دی نيول شوی.

د جان اڅکزي په وینا، هېچا ته به هم د امنیتي اندېښنو له کبله د کوټې ښار په مرکز کې د احتجاج اجازه ورنکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG