د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماورای عدالت وژنو پر ضد اسلام اباد ته تلونکو بلوڅانو ډېره غازي خان کې پرلت وهلی دی


بلوڅانو په کوټه کې هم پرلت وهلی وو او بیا یې د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
بلوڅانو په کوټه کې هم پرلت وهلی وو او بیا یې د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد د اسلام اباد پر لوري د لاریون ګډونوالو د پنجاب په ډېره غازي خان کې پرلت وهلی دی.

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ ویاند ګلزار دوست بلوڅ د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په ډېره غازي خان کې یې هغه لاره تړلې ده چې بلوچستان له پنجاب صوبې سره تړي.

ده وویل تر هغه وخته به ناست وي چې پولیسو یې د ډېسېمبر پر ۱۷مه په ډېره غازي خان کې نیولي شاوخوا ۲۵ ملګري نه وي خوشې کړي.

د پولیسو یو افسر رحمت الله ډان ورځپاڼې ته ويلي چې په ډېره غازي خان کې د غونډو پر جوړولو بندیز دی نو ځکه یې هغه خلک نيولي دي.

د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد. پر هغه ورځ کمېټۍ دعوه وکړه چې پولیسو ځای پر ځای د لاریونوالو د مخنیوي لپاره خنډونه درولي ول او د هغوی د نیولو هڅه یې کوله.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ پر خپله اېکس پاڼه داسې ویډیو هم خپره کړې وه چې په ظاهره د پنجاب ښځینه پولیس د لاریون غړې د پولیسو بس ته خېژوي خو مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

بلوڅانو دا احتجاج تر هغې وروسته پیل کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

تر دې پېښې وروسته هغوی په تربت کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه یې د کوټې پر لوري لاريون پيل کړ.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت د صوبې د های کورټ په امر د ډېسېمبر پر نهمه په هغه پېښه کې د ککړتیا په تور څلور پولیس له دندو ګوښه کړي او پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.

کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG