د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې په لومړي ځل د شخړو د هواري شورا غونډه وکړه


د خیبر پښتونخوا پولیس د شخړو د هواري لپاره جرګه لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا پولیس د شخړو د هواري لپاره جرګه لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي ـ پخوانی انځور.

حکومت د خیبر په لنډي کوتل کې د شخړو د هواري شورا (ډیسپیوټ ریزولوشن کونسل) جوړه کړې ده.

د خیبر پولیسو مشر سلیم کلاچي د ډېسېمبر پر اتمه نیټه د هغې شورا رسمي اعلان وکړ.

د خیبر پښتونخوا پولیس د سیمه ییزو شخړو د هواري لپاره شورا لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي. په هغه شورا کې د سیمې پوهان غړیتوب لري او دوی د پولیسو په مرسته د خلکو ترمینځ شخړې هواروي.

ډي پي او سلیم کلاچي وویل چې هغه شورا به د سیمې د خلکو د دود او کلتور سره سم د خلکو شخړې هواروي."دا رسمي فورم دی او د دې د لاندې به د قبایلو کشالې هواروو. زه هیله من یم چې د جرګې غړي به بې طرفه وي."

هغه وویل په سیمه کې د پیسو د راکړې ورکړې او ځمکو پر سر د قبیلو ترمینځ لانجې دي چې پخوا پکې نښتې شوي او مرګژوبله یې اړولې خو اوس به داسې نه کېږي او د ډي ار سي له لارې به لانجې زر هواریږي.

کلاچي وویل، د تاڼیدار په مشرۍ کې به هغه جرګه د خلکو ستونزې زر هواروي.

په لنډي کوتل کې یو جنرل کونسلر او د ځوانانو کمیټې یوه مشر اختر علي شینواری مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د ریکارډ نشتوالي له امله عدالتونو ته په مقدمو کې ډېر مشکلات دي او هغه جرګه ګټوره تمامه شي.

په شورا کې ښځو ته هم برخه ورکړل شوې او د امنه اپریدۍ په نامه یوازې یوه ښځینه غړې لري.

امنه اپریدۍ مشال راډیو ته وویل چې په قبایلو کې ښځو ته په جایداد کې برخه نه ورکول کېږي او اکثره وخت ښځې د کورني تشدد ښکار کېږې. هغې په ډي ار سي کې د ښځو ونډه د ټولنې په ګټه وبلله "د دې کار سره به ځایي ښځې په اسانۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړي. که متاثره ښځه د ښځینه غړې سره سره خپله ستونزه شریکوي نو هغه به زړه وره وي او پوره حال به ورته بیانولی شي او د دې سره به ورته د خپل غږ پورته کولو موقع په لاس ورشي."

قبايل په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې شامل شول چې ورسره سم، د فرنټییر کرایمز رېګیولېشن (اېف سي ار) قانون ختم شو، د امنيت چارې پولیسو ته وسپارل شوې او د پولېټيکل اېجنټانو ځايي ډېپټي (مرستیال) کمېشنرانو ونیوله.

په قبایلي ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو په نګرانۍ کې د اې ډي ار په نوم د مشرانو شورا هم جوړې شوي او دې لپاره په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې قانون سازي هم شوې ده. دې کونسل ته دوه فریقین په خپله خوښه خپلې مسلې د حل لپاره وروړي او چې جرګه څه فیصله وکړي نو د ډېپټي کمېشنر تر لاس ليک وروسته ورته قانوني حېثيت ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG