د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د شخړو هوارۍ لپاره جرګو ته قانوني حیثیت ورکړل شو


د شخړو د هوارۍ د متبادلې لارې له مخې به ډېپټي کمېشنر د پنځو درېمګړو کسانو یوه ډلګۍ ټاکي چې د شخړو فیصله به کوي.
د شخړو د هوارۍ د متبادلې لارې له مخې به ډېپټي کمېشنر د پنځو درېمګړو کسانو یوه ډلګۍ ټاکي چې د شخړو فیصله به کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د کورنیو چارو وزارت او د قبایلي امورو محکمې، د شخړو د هوارۍ د متبادلې لارې "الټرنېټ ډسپیوټ رزلوشن" اېکټ په منظورولو سره قبایلي جرګې ته قانوني حیثیت ورکړی دی.

صوبايي حکومت وايي، د ای ډي ار په نوم د دې اېکټ منظوري یې ځکه ورکړې ده چې د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له شاملېدو وروسته هلته د اېف سي ار قانون ختم شوی او د عدالتونو نظام ورغځېدلی و خو ځايي خلکو بیا هم غوښتنه کوله چې د جرګې پخوانی نظام دې بحال شي.

د شخړو د هوارۍ د متبادلې لارې له مخې به ډېپټي کمېشنر د پنځو درېمګړو کسانو یوه ډلګۍ ټاکي چې پکې به قامي مشران، متقاعد افسران او قانون پوهان شامل وي، څوک چې به ورته د استول شوو شخړو فیصله کوي.

حکومتي چارواکي وايي، په قبایلي ضلعو کې به هم د ملک د نورو برخو په شان عدالتي نظام موجود وي خو که خلک غواړي چې د عدالت په ځای د جرګې له لارې خپلې مسلې حل کړي نو هغوی به د جرګو دغه نوي نظام ته معرفي کېږي او د جرګې پرېکړه به قانوني حیثیت لري.

د خیبر ضلعې یو ملک جاوید اپريدي مشال راډیو ته وویل، په موجوده وخت کې د قبایلو لپاره د جرګو د نوي نظام معرفي کېدل لویه بریا ده. د نوموړي په وینا په عدالتونو کې فیصلې زر نه کېږي او خلک جرګو له لارې خپلې شخړې زر هوارولی شي. نوموړی وايي، اوس ډېپټي کمېشنر له پکار دي، داسې کسان په ای ډي ار نظام کې شامل کړي چې د خلکو ترمنځ د رڼو پرېکړو کولو جوګه وي.

د خیبر ضلعې د سیاسي اتحاد مشر حضرت علي وايي، د شخړو د هوارۍ په متبادل نظام کې هم نیمګړتیاوې شته او پکار ده چې د قبایلیانو سره په مشوره هغه نیمکړتیاوې لرې کړل شي چې دا نظام بریالی شي.

قانون پوه فرهاد اپریدی وايي، په قبایلي ضلعو کې د جرګو د نظام ډېره اړتیا لیدل کېږي خو د جرګو د نوي نظام بشپړه مسوده لا مخې ته نه ده ورغلې او چې کله یې مخې ته ورشي نو د نیمګړتیاوو پته به یې ولګېږي. نوموړی وايي، که د جرګې په پرېکړه د فریقینو اتفاق نه وي نو بیا به شخړه هایکورټ ته وړل کېږي او هلته به یې بیا فیصله کېږي.

پخوانۍ فاټا په ۲۰۱۸ کال کې پر خیبر پښتونخوا ورګډه شوه او د انګریزانو د زمانې پاتې اېف سي ار نظام ورسره هم ختم شو. اوس چې د عدالتونو لمن قبایلي سیمو ته هم غځېدلې، هلته د ځمکو پر سر لانجې زیاتې شوي او ګڼ خلک یې په ترڅ کې وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG