د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د عدالتونو قیام لپاره کار روان دی


د پاکستان ستره محکمه: د ارشیف انځور
د پاکستان ستره محکمه: د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا ایډوکیټ جنرل وايي، د هایکورټ مشر قاضي ورته ویلي، که حالات سم وو او د قاضیانو د سر او مال د ساتنې لپاره حکومت کوټلي ګامونه واخېستل نو هغوی چمتو دي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم عدالتونو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

شمایل بټ د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، هغوی په دې لړ کې د پېښور هایکورټ د چیف جسټس سره لیدلي او په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د عدالتونو د کار د پیلولو په اړه یې ورسره په تفصیل کې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۵م اییني ترمیم په ترڅ کې اووه پخوانۍ قبایلي اېجنسۍ په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوي او د قبایلي ضلعو نوم ورته ورکړل شوی دی.

له دغو اوو قبایلي ضلعو څخه وار له مخې په پنځو ضلعو کې عدالتونو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده. د شمالي او جنوبي وزیرستان لپاره ټاکل شوي عدالتونه د دغو قبایلي ضلعو نه بهر موقعیت لري.

د خیبر پښتونخوا ایډوکیټ جنرل شمایل بټ مشال راډیو ته دا هم وویل چې په باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزو او کورمه کې عدالتونه د هغو قبایلي ضلعو په حدودو کې دننه موجود دي او د خلکو د مقدمو فیصلې کوي. د نوموړي په وینا، تر دې مهاله په دغو عدالتونو کې له شپږو زرو نه د زیاتو مقدمو فیصله شوې ده او ۱۰۰۰۰ نورو مقدمو باندې همدا اوس کار روان دی.

دا چې د قبایلي ضلعو په عدالتونو کې د څه ډول مقدمو پرېکړه کېږي؟ په اړه یې د باجوړ د وکیلانو د اتحادیې یا بار ایسوسي ایشن یو مشر فواد افضل ایډوکیټ وايي:

"دا مهال د قبایلي ضلعو په عدالتونو کې زیاتې مقدمې د اپیمو، چرسو او هیروینو د قاچاق او د زمکو د شخړو په اړه دي."

د نوموړي په وینا له افغانستانه قبایلي ضلعو ته د مخدره موادو قاچاق په ترڅ کې زیات شمېر قاچاقبر نیول کېږي او بیا یې پر ضد مقدمې روانې وي. هغه وايي، همدا رنګه په قبایلي ضلعو کې د زمکو د ملکیت پر سر هم ډېرې لانجې کونجې وي نو ډېری مقدمې په دې اړه هم وي.

د خیبر پښتونخوا د قضايي اکېډېمۍ د وېیپاڼې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸ قاضیانو ته په قبایلي ضلعو کې د کار کولو روزنه ورکړل شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د هایکورټ بار کونسل غړی نور عالم ایډوکیټ وايي، په ځینو ضم شویو قبایلي ضلعو کې د وکیلانو اتحادیې یا بار کونسلونه جوړ شوي او عملا یې په کار پیل کړی دی خو په ځینو کې بیا د بار کونسلونو د جوړولو لړۍ لا بشپړه شوې نه ده خو ورته درخواستونه لېږل شوي دي.

د باجوړ بار ایسوسي ایشن یو غړی فواد افضل ایډوکیټ وايي، که څه هم په عدالتي نظام کې د شخړو د هوارۍ لپاره د مقدمو چارې په مالي لحاظ ډېرو پیسو ته ضرورت لري خو د هغه په وینا، قبایلیان بیا هم د پخواني پولیټیکل نظام پر ځای د موجوده عدالتي نظام نه خوشاله دي.

XS
SM
MD
LG