د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د مې نهمې او لسمې د پېښو په تړاو يې لوړ پوړې افسران له دندو ګوښه کړي


د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير. پخوانی انځور
د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي چې د مې نهمې او لسمې پېښو په تړاو يې درې لوړې افسران له دندو ګوښه کړي او د ځينو نورو پرضد يې پلټنې بشپړې کړې دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرل احمد شريف چودري نن (جون ۲۶مه) په راولپنډۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د مې نهمې او لسمې د پېښو په اړه پوځ د خود احتسابۍ عمل بشپړ کړی دی او په دې لړ کې يې د يوه لېفټينېڼت جنرل په ګډون درې افسران له نوکريو لري کړي او د درې مېجر جنرالانو او اوو برېګيډيرانو په ګډون يې د ۱۵ نورو افسرانو پرضد کاروايي بشپړه کړې ده.

هغه وويل چې د خبرې غونډې هدف د مې نهمې د پېښو په اړه "حقيقتونه" په ډاګه کول دي. د ده په خبره، په دې تړاو پوځ دوه جلا چلا پلټنې کړې دي. د ده په وينا، پوځ د مې نهمې په پېښو خبر دی او په پوځ کې دننه د احتساب عمل شته او بې له کوم تفریقه کاروايي کوي.

د مې نهمې پېښو منصوبه بندي څو مياشتې وړاندې شوې وه.
مېجر جنرل احمد شریف چودري

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د ای اېس پی ار مشر په خبري کنفرانس کې دعوه وکړه چې د دوی پلټنو ښوولې چې د مې نهمې پېښو منصوبه بندي څو مياشتې وړاندې شوې وه. د ده په خبره، تر دې پېښو له مخه اول يوه داسې فضا جوړه کړل شوه چې د ده په دعوه، ترمخې يې لومړۍ خلک احساساتي کړل شول او بیا حملو ته وپارول شول.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په پوځي عدالتونو کې په دې پېښو کې د لاسلرلو په تور د ۱۰۲ کسانو پرضد مقدمې روانې دي او په خبره يې د پاکستان د ایین او قانون له مخې به سزاګانې ورکول کېږي.

هغه وويل چې له دې پرته د ريټايرډ پوځي افسرانو د کورنۍ د غړو پرضد هم د شواهدو په رڼا کې کاروايانې شوې دي.

د خبرې غونډې پر مهال د يو خبريال د دې پوښتنې چې ایا د مې نهمې د اصل ذمه وارانو درک لګېدلی دی؟ جنرال شريف يه ځواب کې وويل:" په دې اړه حتمي خبره نه شم کولای چې اصل منصوبه چا جوړه کړې وه. خو دا هغه خلک دي چې د پوځ خلاف يې د خلکو ذهنونه جوړ کړي ول او دوی يې اصل منصوبه جوړونکي دي چې تاسو ته هم ښه معلوم دي."

د پاکستان حکومت د دې پېښو تور د تحریک انصاف پر مشر پورې کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي ول چې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان هم په پوځي عدالت کې مقدمه چلوي.

رانا ثنا الله د مې پر ۳۰مه د پاکستان له ډان ټېلېوېژن سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې پر پوځي تاسيساتو "د بريدونو د پلان جوړولو او پر هغه د عمل کولو" مقدمه د پوځي عدالت کار دی.

خو عمران خان دا تورونه ردوي. هغه د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړی وو چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

نوموړي زیاته کړې وه: "دا معلومه کړئ چې په دې بلوو کې څوک لاس لري؟ په نړۍ کې چې یوه پېښه وشي، ازادې پلټنې یې کېږي. حکومت خو نېغ په نېغه تور پورې کړی خو دا د عدلیې کار دی چې پلټنې وکړي."

XS
SM
MD
LG