د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د تحریک انصاف یو مشر اسد قیصر نیولی دی


اسد قیصر د تحریک انصاف مخکښ او د عمران خان له نېږدې ملګرو څخه دی ـ پخوانی انځور.
اسد قیصر د تحریک انصاف مخکښ او د عمران خان له نېږدې ملګرو څخه دی ـ پخوانی انځور.

د اسلام اباد پولیسو د تحريک انصاف يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی سپيکر اسد قیصر نیولی دی.

د اسد قیصر ورور عدنان خان په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې پولیسو، د استخباراتي ادارې چارواکو او په ساده جامو کې ځینو کسانو یې ورور د نومبر پر درېیمه په بني ګاله کې له خپل کوره ګرفتار کړ.

خو د اسلام اباد پوليسو وياند تقي جواد مشال راډيو ته وويل چې دوی نه دي خبر چې اسد قيصر چا نيولی او چېرته دی؟د مشال راډيو خبریال د سرچینو په حواله وايي چي پر اسد قیصر د کرپشن تورونه دي.

د تحريک انصاف يو وفد د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان سره څو ورځې وړاندې ليدلي وو چې پکې اسد قيصر هم شامل و.

تېر کال د تحريک انصاف د حکومت له ختمېدو وروسته د ګوند ډيری مشران او غړي د څه مودې لپاره نيول شوي ول او له راخلاصېدو وروسته پکې زياترو ګوند او ځينو د سياست پرېښولو اعلانونه کړی ول. د تحريک انصاف مشر او پخوانی وزير اعظم عمران خان او د هغه مرستيال او پخوانی وزير خارجه شاه محمود قريشي دا وخت په جیل کې دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG