د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزو جرګه وايي ځکه بیا احتجاج کوي چې حکومت یې غوښتنې نه دي پوره کړي


د اتمانزو جرګې مشرانو د ۲۰۲۳م کال د نومبر پر لومړۍ نېټه له حکومت سره خبرې کړې وې. عکس د هغې غونډې دی.
د اتمانزو جرګې مشرانو د ۲۰۲۳م کال د نومبر پر لومړۍ نېټه له حکومت سره خبرې کړې وې. عکس د هغې غونډې دی.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې مشرانو یو ځل بیا د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره په احتجاج لاس پورې کړی دی.

دوی د نومبر پر ۲۷مه په میرعلي کې د بنو او میرامشاه ترمنځ سړک د ټرېفک پرمخ تړلی او په سیمه کې یې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو پر کمپاین بندیز اعلان کړی دی.

د یادې جرګې ویاند مولانا بیت الله په میرعلي کې جرګې ته وینا کې اعلان وکړ چې دوی د خپلو غوښتنو نه پوره کېدو له کبله په شمالي وزیرستان کې د پولیو مخنیوي پر څاڅکو بندیز لګوي او پر کهجورۍ باندې د بنو او میرامشاه ترمنځ غځېدلی سړک تړي.

مولانا بیت الله ویلي چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې نو ځکه یو ځل بیا پر احتجاج مجبور شوي دي.

نوموړي ویلي چې که چا خپل ماشوم ته د ګوزڼ یا پولیو ضد څاڅکي‌ ورکړل نو پنځه لاکه روپۍ جرمانه به ورکوي. د ده په وینا، که د نومبر تر ۳۰مې یې غوښتنې پوره نه شوې نو ټولې لارې به وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۷مه په ټول پاکستان کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین روان دی. په پاکستان کې خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان یو له هغو سیمو ده چې تر ټولو زیات پولیو ناروغان پکې ثبت شوي دي.

د اتمانزو جرګی او حکومت ترمینځ د مذاکراتو بنیادي نکتی څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:01 0:00

د اتمانزو جرګې مشرانو د نومبر پر شپږمه ویلي وو چې حکومت يې له څلورو میاشتو د روانې جرګې ټولې غوښتنې منلې دي.

د حکومت له چارواکو سره په مذاکراتو کې د اتمانزو مشر ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه خبريالانو ته ویلي وو چې "زموږ چې څومره مسلې وې هغه ټولې نن حل شوې او پر کاغذ مو سره وليکلې."

خو د اتمانزو جرګې مشرانو نه تر اوسه هغه کاغذ په ډاګه کړی چې د دوی په وینا حکومت ورسره لیکلی وو او نه یې هم دا روښانه کړې ده چې حکومت ورسره د کومو غوښتنو او څنګه پوره کولو ژمنه کړې وه.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر منظور اپرېدي د اتمانزو جرګې د دې تازه احتجاج په اړه مشال راډیو ته وویل چې مشرانو ته یې چې کم ډاډ ورکړی وو حکومت پر هغه پوره دی.

منظور اپرېدي وویل، "د نورک دیني مدرسې غوښتنه یې وه چې له سرتیرو خالي شي، هغه ولس ته د دیني زدهکړو لپاره خلاصه شوې ده."

د ده په وینا، د کډوالو میاشتېنۍ مرستې چې ځنډول شوې وې، د نومبر پر ۲۷مه د هغوی یو قسط جاري شوی او بل به هم ډېر زر وشي او د امنیت هڅې هم روان دي.

خو د ده په وینا، "که څوک قانون په لاس کې اخلي نو د هغه اجازه چا ته نه ورکوو."

د اتمانزو جرګې اعلان کړی چې د نومبر تر ۳۰مې که یې غوښتنې پوره نه شوې او دوی مطمین نه کړل شوو نو به نه یوازې ټول سړکونه تړي بلکې په شوه او رزمک کې به د ګېس او پیټرول کمپنیو کار هم بندوي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدکو کې د ۲۰۲۲م کال د جولاي له ۱۷مې د هدفي وژنو پرضد اتمانزایو احتجاجي پرلت پیل کړې وو چې څه باندې یوه میاشت روان وو.

دوی وروسته له ضلعي انتظاميې او امنیتي افسرانو سره د مذاکرات په نتیجه کې سړکونه خلاص وو خو پر عیدک پله یې د علامتي احتجاج لپاره ټینټ لګېدلی وو.

د اتمانزو پرلتوالو غوښتنه کوله چې حکومت دې په سيمه کې د هدفي وژنو د مخنيوی لپاره اقدامات وکړي، د عملياتو پر مهال دې عادي خلک نه نیسي، د ميرامشاه د ړنګ شوي بازار ورغلې معاوضې دې وویشي او د سیمې امنيت دې ټینګ کړي.

د شمالي وزیرستان د هغه وخت مرستيال کمېشنر شاهد علي خان هم د نومبر پر شپږمه له جرګې سره تر خبرو اترو وروسته رسنیو ته ویلي وو چې "د دوی ترمینځ ټولې ستونزې حل شوې دي."

ده ویلي وو، "بنیادي خبره د امن وه، د امن لپاره حکومت لګیا دی، ټولې ستونزې به حل شي، مشرانو ته مو ډاډ ورکړې، دوي راضي دي."

د اتمانزو خلکو د جولای له ۱۷مې تر هغه وروسته پرلت پیل کړ چې د جولای پر ۱۴مه نېټه په ميرعلي کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر په هدفي بريد کې ووژل شو.

د اتمانزو جرګې غوښتنې او د حکومت ژمنې او ‌ډاډګیرنې پر خپل ځای خو په شمالي وزیرستان کې د اناامنۍ او هدفي بریدونو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.

په دې بریدونو کې ځايي فعالان، قبایلي مشرانو، امنیتي ځواکونه او عام ولس په نښه کېږي او وژل کېږي.

په شمالي وزیرستان کې د دې لړۍ تازه پېښه هغه وه چې د نومبر پر ۲۳مه په یو وسلوال برید کې د ځنګلونو د ادارې یو کارکوونکی ووژل شو.

د مشال راډیو غونډ کړي ارقام ښيي چې د نومبر ۲۳مې له حملې سره په شمالي وزیرستان کې د سږنیو بریدونو شمېر ۴۷ ته رسېدلی دی چې پکې تر ۵۰ زیاتو ځايي مشرانو، ځوانانو، فعالانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۲م کال کې هم ټول ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو چې تر ۶۰ پورې ځايي مشران، ځوانان، مخور، سیاستوالان دیني عالمان، ښځینه او امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG