د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو مخنیوي پنځه ورځنی کمپاین روان دی


په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي.
په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان حکومت د نومبر له ۲۸مې په ټول هېواد کې د پولیو يا ګوزڼ پینځه ورځنی واکسیني کمپاين پیل کړی دی.

د پوليو د مخنيوي ادارې ويلي چې د نومبر له ۲۷مې بيا د ډېسېمبر تر درېیمې نېټې به تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو څه باندې څلور کروړه ۴۳ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکړل شي.

د روغتیا وزارت ويلي چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو حساسو سیمو کې واکسیني بهیر د نومبر پر ۲۴مه پیل شوی چې له عمومي کمپاين سره به دوام مومي.

روان کال په پاکستان کې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي چې درې يې په خيبر پښتونخوا او دوې يې په سيند صوبه کې دي.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان وو.

بلخوا د نومبر له ۲۷مې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې هم د ګوزڼ څلور ورځنی واکسیني کمپاين پيل شوی دی. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG