د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټرانزیټ سوداګر وایي پاکستان د ورتګ لپاره ویزه لرل لازمي کړي


په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته خلک د ویزې اخیستو لپاره ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته خلک د ویزې اخیستو لپاره ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د افغان ټرانزیټ سوداګر وایي د پاکستان حکومت افغان ډرایورانو او سوداګرو ته له ویزې پرته هغه هېواد ته د ورتلو اسانتیا بېرته اخیستې ده.

په پېښور کې له یاد تجارت سره تړلي سوداګر کلیم الله د نومبر پر ۱۹ مه، مشال راډیو ته وویل چې د تورخم کسټم (ګمرک) چارواکو ورته ویلي چې افغان ډرایوران او سوداګر به د نومبر له ۲۱مې وروسته له افغانستانه پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته نه پریښودل کېږي.

تر دې وړاندې له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې پاکستان ته د تللو اجازه لرله.

کلیم الله وایي دا کار به ټرانزیټ تجارت اغیزمن کړي او هغه ځکه چې یو په افغانستان کې پر پاکستانۍ ویزه د ګڼې ګوڼې له وجې ډېر وخت ته اړتیا وي او بل په تورخم کې پر هغو ویزو ټاپې لګول او د اېمېګریشن تر عمل تېرېدل مشکل او اوږد عمل دی.

د پاکستان حکومتی چارواکو له خوا په دې لړ کې تراوسه رسمي حکم مخې ته نه دی راغلی خو په تورخم کې یو انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط د نومبر پر ۱۹ مه مشال راډیو ته د دې پخلی وکړ.

ده وویل چې دوی ته امنیتي ځواکونو ویلي چې له اسنادو پرته، پر تورخم افغان ډریورانو ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پخوا پر تورخم او افغانستان ته تللو نورو لارو باندې خلکو ازاد تګ راتګ او تجارت کاوه خو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار تر لګېدو او په ۲۰۱۶ز کال کې پر هغه لار د تګ لپاره د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي شول.

حکومت په وروستیو کې د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر پوله د تګ راتګ لپاره هم د پاسپورټ او ویزې شرطونه ایښي او هغه لار یې د نومبر له لومړۍ راهیسې د ویزې او پاسپورټ پرته د سفر کونکو پر مخ تړلې ده چې پر ضد یې د تېرې یوې میاشتې راهیسې په چمن کې احتجاجي پرلت روان دی.

د پاکستان حکومت په وروستیو د افغانستان د تګ راتګ او تجارت په لړ کې یو شمېر ګامونه پورته کړي دي. د افغان ټرانزیټ په تړون کې بدلونونه راوستي، پر هغه تجارت یې نوې مالیه لګولې او په پاکستان کې میشت بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو لړۍ یې پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG